چهارشنبه , 24 اپریل 2024

دچرګانو دهګیو له ګټو خبر یاست؟

 

د چرګې هګۍ د هغو خوړو له ډلې ده چي د خوړلو په ورځني مهال وېش کې باید د خپلې سلامتۍ په پار ورته ځای ورکړل شي.

د هګۍ ژېړ چي تر سپینو په کې درې چنده ډېره کالورۍ شته په هره دانه ژېړ کې پنځه ګرامه غوړګي او ۲۱۰ ګرامه خوراکي کلسترول موجود دي، همدارنګه د هګۍ ژېړ د «لوتئین» او «زائګزانتین» په نومونو ترکیباتي ب‌ډایه سرچینې لري.

د چرګې په ژېړو او سپینو کې داسي ترکیبات شته دي چي د سترګو لید پیاوړی کوي، په سترګو کې د ماکولار په نامه هغه ټکی چي د عمر په ډېرېدو سره د سترګو لید کمزوری کوي چي معمولً له ۵۰ کلنۍ نه وروسته دا لړۍ پیلېږي په ضعیف والې کې کموالی راولي.

د هارورډ پوهنتون د عمومي روغتیا د برخې د تغذیې ډاکټرانو موندلې چي د هګۍ د مصرف او د زړه د ناروغۍ تر منځ د پام وړ اړیکه شتون لري، په حقیقت کې د هګۍ دوامداره ایستفاده کولای شي د خونریزۍ، مغزي او د زړه د سکتې د ناروغیو په مخنیوي کي غوښنه مرسته وکړې، دغه خوراکي ماده د ویټامینD  طبیعي سرچینه هم دی .

همدرانګه د چرګې د هګۍ مصرف کولای شي په ښځو کې د سینې سرطان د ناروغۍ په مخنیوي کي هم ګټوره برخه ولري، د یوې مطالعې پایلې ښیې هغه ښځې چي حد اقل په اونۍ کې شپږ دانې هګۍ مصرف کړې ۴۴ په سلو کې احتمال شته چي د سرطان ناروغۍ یې وده ونه کړې.

د چرګې هګۍ د ډېرو سلفرو او ویټامینونو ټولګه ده چي د پوست او وېښتانو د روغتیا لپاره خورا ګټوره ده.

ژباړه: انور افغان