دژوند واړه رازونه

ژباړه حمیدالله حمیدي

په اروا پوهنه کې قانون دی، چې وایي « په ذهن کې مو د هغه څه تصویر جوړ کړئ، چې غواړی یې، تصویر د ډیر وخت لپاره در سره په ذهن کې وساتئ او بیا بیا یې سترګو ته دروئ، په پای کې په هغه څه تر لاسه کړئ، چې غوښتنه مو وه».

که د ندې بدلول درته نا ممکن وي او له خپلې د ندې سره مو مینه نه لرئ، یوازنۍ د حل لاره یې دا ده، چې هره ورځ هڅه وکړي له خپلې دندې سره مینه وکړئ  که ستونزه لرې هغه یوازې ستا د اندود زېږنده وي، د دې لپاره، چې له دې ستونزې خلاصی و مومې خپل فکر ته دې بدلونه ورکړه او په اړه یې بې پروا  اوسه.

که د خدای له بندګانو سره مینه وکړې، ژوند به دې له خوښیو مالامال وي، د دې خلاف که له خلکو سره کینه او حسد ولرې، له خپله ژونده هم خوند نه شې اخیستی، بې له دې چې لامل یې درته معلوم شي خفه به وې او له خپل ژوند سره به تنګ وې. *** هېڅکله هم په دې اړه فکر مه کوه، چې ګواکي فلانی شی نه لرم، بلکي هغه څه چې غواړې ویې لرې د لاسته راوړلو لارې چارې یې ولټوه، هڅه وکړه تر څو لاسته یې راوړي تل برکت له حرکت سره ملګری وي. *** د دې کال هره ورځ کېدای شي ستا د ژوند تر ټولو ښه ورځ وي، خو په دې شرط، چې د منفي فکرونو پر ځای په خپل ذهن کې مثبو تو هغو ته ځای ورکړې، دا ډیر اسانه کار دی او تر ټولو ښه ګام دی، چې په پورته کولو سره یې کولای شې خپل ژوند ته په مثبت لوري بدلون ورکړې. *** که د دې لپاره په تمه وی، چې پوره شوئ له هغې وروسته به خپل ځان ته تغیر ورکړئ، خپل ژوند به مو بې ځایه تېر کړی وي. هڅه وکړئ همدا اوس، چې څه ډول یاست په همدې حال له ځان سره مینه وکړئ، ځګه له ځان سره مینه کول انسان ژوند کولو ته هڅوي، تر څو د ژوند کولو په پوره مانا سره پوه شو،چې خدای پاک د څه لپاره پیدا کړی یې، دندې او مسوولیتونه موڅه دي همدې ته ځان پېژندل وایي، لومړی باید خپل ځان وپېژنئ کله مو ، چې ځان وپېژندو خپل خدای به مو هم پېژندلی وي. *** په آینه کې وګوره او و وایه: « زه پر خپل ځان مین یم، او څه ډول، چې خدای پاک پیدا کړی یم په همدې حالت مې ځان خوښ دی». *** سالم انسان هېڅکله هم د ستړیا احساس نه کوي، ښه اشتها لري، په اسانۍ سره یې خوب وړي او په همدې ډول بېداریږي، هغه فکر او عمل کې پوره دقت کوي، رېښتنی وي، ځکه رېښتینولي هم انسان ته ذهني ارمتیا ورکوي، برده باره وي او تل د خلکو قدر کوي او احترام ورته لري» تاسو څمره سالم یئ؟ *** د انسان ذهن او فکر ماشوم ته ورته دی، که مو ښه چلند ور سره وکړی تل به ارامه وئ، له ذهنه مو پخواني منفي فکرونه لرې وغورځوئ او پر ځای یې نویو مثبتو هغو ته ځای ورکړئ له ځان سره و وایئ:« د ژوند ټول بدلونونه مې اسانه، جذاب او په زړه پورې دي.» *** د دې لپاره، چې له خپله ژونده خوښ اوسئ له وړو او پر له پسې خوښیو شروع وکړې، د لویو او کله نا کله خوښیو د لاسته رواړلو لپاره مو خپل وخت بې ځایه مه تېروئ، ځګه لویې خوښئ په ژوند کې ډیرې کمې وي او کله نا کله پېښیږي. هغه لارې چارې او چلونه زده کړئ، چې کولای شئ په ډیرو وړو څېزونه هم خپل ژوند په خوښئ سره تېر کړئ. *** د خپل زړه غږ ته مو غوږ ونیسئ، که یې منفي جملې تکرارولې زر ورته بدلون ورکړي او تاسو خپله یې د مثبتو جملو په ویلو غږ خپ کړئ. *** که غواړئ د نور خلکو خبرې واورئ نو هڅه وکړئ له داسې کسانو سره ناسته ولاړه وکړئ او خبرو ته یې غوږ ونیسئ، چې تل مثبتې خبرې کوي، له هغه کسانو سره، چې تل نا امېده وي او منفي خبرې کوي، په خپل ژوند کې پاتې راغلي او غواړي تاسو هم د ځان په رنګ کړي ناسته ولاړه مه کوئ، هڅه وکړئ دوی هم له ځان سره جوړ کړي تر څو یوه بله ښېګڼه مو هم کړې وي.