پنجشنبه , 25 اپریل 2024

دکامیابۍ په باره کې څنګه سوچ باید وکړو؟

تاسو چې څنګه سوچ کوی همغه شان جوړيږی، لهذا داسې سوچ وکړی څرنګه چې د ځان جوړول غواړی، کاميابي او ناکامي د مونږ انتخاب دی، کاميابي يو ذهني کيفيت دی او دا ذهني کيفيت د کاميابي سوچ دی او دا د ستاسو په اختيار کې دی چې تاسو د کاميابي په باره کې سوچ کوی يا يې نه کوی، تاسو هغه څه ترلاسه کولی شی د کوم څه چې سوچ کوی،
د ستاسو شخصيت د ستاسو له سوچ سره تړاو لري، تاسو چې د کوم رنګه خيالاتو سوچ کوی هغه د ستاسو په ژوند کنترول راولي او تاسو د خپلو سوچونو په توسط خپل ژوند کنترولولی شی، خوشحالي، سکون او لا محدود طاقت ترلاسه کولی شی، تاسو هر څه جوړيدلی شی، البته د دغو ټولو انحصار د ستاسو په سوچونو پورې تړاو لري.
د سوچ په حواله يو بنيادي اصل دا دی چې هيڅ کله داسې نشي کيدلای چې سوچ د يو څه وکړی او ترلاسه بل څه کړی، د ستاسو شعور چې د کوم څه سوچ وکړي هغه به ترلاسه کوی، تاسو کله هم هغه څه نشی ترلاسه کولی د کوم لپاره مو چې سوچ نه وي کړی، په دنيا کې هغه خلک خوشحال او کامياب وي کوم چې د کاميابي او خوشحالي په باره کې سوچ کوي، په دنيا کې عام خلک په سنجيدګي سره د خوشحالي او کاميابي په باره کې سوچ نه کوي،
که چيرته تاسو د خوشحالي او کاميابي په باره کې سوچ ونه کړی نو به يې څنګه ترلاسه کړی؟ د کاميابي بنيادي اصل دا دی چې هغه خود بخود نه ترلاسه کيږي، د هر څه د لاسته راوړو لپاره د هغه د حصول لپاره سوچ کول پکار دي، که چيرته تاسو غريب ياست يقينا تاسو په سنجيدګي سره له غربت څخه د وتو لپاره سوچ نه دی کړی، که تاسو ناکام ياست بيا مو هم د کاميابي لپاره سوچ نه دی کړی.
د مونږ حالات زمانه نشي بدلولای، حالات د ټولو يو شانته دي، ټول له خرابو حالاتو سره مخامخ دي، مهمه خبره دا ده چې تاسو په دې حالاتو کې څه کوی؟
تر څو چې تاسو بدل نشی هيڅ هم نه بدليږي، که ټوله دنيا بدله شی خو چې تاسو بدل نشی تاسو نشی کاميابيدی، تاسو به هغه وخت خوشحال او کامياب ياست کله چې تاسو بدل شی، هيڅ نه بدليږي تر څو چې تاسو بدل نشی، لهذا د خپلې دنيا له بدليدو څخه د مخه په خپله بدل شی، له سوچ، بدلون او اندروني تبديلي څخه پرته د باندې بدلون نشي راتلای، که چيرته تاسو کاميابيدل غواړی نو د کاميابي په باره کې سوچ وکړی، که دولت او خوشحالي غواړی نو د دولت او خوشحالي په باره کې سوچ وکړی.
د دولتمندي، کاميابي او نورو مادي شيانو لکه کور، موټر وغيره او د لويو ايجاداتو بنياد سوچ دی، لهذا خپل سوچ بدل کړی!
کله چې د ستاسو سوچ بدل شی
نو ستاسو اعتقادات بدليږي
او کله چې اعتقادات بدل شي
نو ستاسو توقعات بدليږي
او کله چې توقعات بدل شي
نو ستاسو رويه بدليږي
او کله چې ستاسو رويه بدله شي
نو ستاسو کردار بدليږي
او کله چې ستاسو کردار بدل شي
نو ستاسو کارکردګي بدليږي
او کله چې ستاسو کارکردګي بدله شي
نو د ستاسو زندګي بدليږي
د نفسياتو يو مهم اصل دا دی تاسو چې ډير وخت د څه سوچ کوی همغه شان جوړيږی، لهذا هر وخت د کاميابي سوچ کوی، د خوشحالي سوچ کوی، دا سوچ هر وخت پر تاسو اثر لري او کوم وخت چې د کاميابي او خوشحالي په باره کې سوچ کوی نو د ستاسو شعور به ډير زيات فعال وي او هغه به تاسو ته د کاميابي داسې لارې در وښيي کومې چې پخوا له دې د ستاسو په ذهن کې بيخي نه وي راغلې.