پنجشنبه , 28 مارچ 2024

دکرکټ په لوبغاړي شاپور ځدران مرګونې وسلوال بريد وشو

د کرکټ بورډ چارواکو تایید کړې چې د شاپور ځدران پر موټر د شپې ناوخته د کابل په باګرامیو سیمه کې ډزې شوې دي. خو په ډزو کې شاپور او ورور ته یې کوم زیان نه دی رسیدلی.                                                                                                                                                                    ویل کیږي چې پر شاپور ځدراڼ هغه مهال برید وشو چې نوموړی د خپل ورور غمي ځدراڼ سره یو ځای خپل کور ته چې د باګرامیو په سیمه کې دی روان و.

د کرکټ بورډ مرستیال عزیزالله فضلي رسنیو ته ویلي چې شاپور ځدران کومه شخصي دښمني نه لري خو ښايي دا حمله پرې د هغو کسانو له خوا شوې وي چې غواړي کرکټ بورد او په افغانستان کې کرکټ بدنام کړې.             شاهپورځدراڼ چې ډېره موده په ټیم کې نه و او یو ځل بیا ملي ټیم ته وربللی شوی څو ورځې مخکې د خوست د کرکټ سټډیوم د پرانیستې په مراسمو کې هم پرې د برېد هڅه شوې وه خو حمله کوونکی نیول شوی و.