د کندوز ولایت د امنیه قوماندانۍ مشر وايي، د ابتداییه نظامي محکمې رییس قاضي اصل الدین تېر سهار د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې له یوه ساتوونکي سره نامعلومو وسله والو تښتولی دی.
په کندوز کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر قومندانۍ ویاند محفوظ الله اکبري رسنیو ته ویلي، قاضي اصل الدین نن سهار له تخار ولایت څخه کندوز ته روان و، چې په خان اباد ولسوالۍ کې نامعلومووسله والو له خپل ساتوونکي سره یو ځای تښتولی.
د ښاغلي اکبري په خبره، د ابتداییه نظامي محکمې رییس اصل الدین نن دندې ته راروان و؛ خو پولیس یې خبر کړي نه وو، چې له امله یې وتښتول شو.
اکبري زیاته کړه، د تښتونکو په اړه یې پلټنې پیل کړي؛ خو تراوسه یې برخلیک نه تر سترګو کیږي .
تراوسه کومې وسله والې ډلې د نوموړي د تښتونو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
کندوز د شمال له هغه ولایتونو څخه دی، چې په تېر یو کال کې وسله والو طالبانو دوه ځلې له دولتي ځواکونو څخه یې ځینې سیمې ونیولې او د کندوز په ښار د لنډ وخت لپاره حاکم شول.