پنجشنبه , 25 اپریل 2024

دکورنیو چارو وزارت د افغانستان د پولیسو لیکو ته ۱۰ زره ښځې جذبوي

 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د جلب و جذب د عمومي قوماندانۍ چارواکي وايي چې د پولیسو په لیکو ته د لسو زرو ښځو د جذب پلان لري چې تر اوسه ۳۶۰۰ ښځې عملاً د ښوونیزې دورې له بشپړولو وروسته د پولیسو په توګه ګمارل شوي دي.

دوی زیاتوي، له‎دې کاره يې هدف د ښځینه پولیسو په واسطه د ښځينه مظنونینو څخه پوښتنې ګروېږنې، توقیف او تحقیق او د نورو تلاشیو کول دي.

چارواکو یادې څرګندونې تیره ورځ په خوست کې د پولیسو لیکو ته د ښځو د جذب لپاره د عامه پوهاوي په غونډه کې چې ګڼو ښځو او نجونو هم په کې برخه اخېستې وه، وکړې.

د کورنیو چارو وزارت د راغلي پلاوي مشر سمونوال غلام محمد راسخ رسنیو ته وویل چې دوی د ښځینه پولیسو لپاره د مادي امتیازاتو په ګډون د ژوندانه نورې ضروري اسانتیاوې هم په پام کې نیولي دي.

ده وویل، ښځینه پولیسو ته به د هر کال په پای کې پنځوس زره افغانۍ امتیازي معاش ورکول کېږي او هغه ښځې چې د پولیسو په لیکو کې خپلې دندې تمدیدوي، بیا هم ورته ۳۰ زره افغانۍ مکافات په پام کې نیول شوي دي.

ده وویل چې په ناامنو ولایتونو کې ښځو ته د کورونو د کرایه کولو بودجه هم لري.

د خوست د امنیه قوماندنی د جلب و جذب قوماندان سمونیار عبدالعزیز لطیف زوی وايي چې دوی دا مهال د پولیسو په لیکو کې ۱۶ ښځينه پولیسانې لري، خو د ښځینه پولیسو تشکیل يې ۷۵ تنه دی.

ده وویل، پلاوي سره ۱۵ نورو نجونو او ښځو هم د پولیسو په لیکو کې د جذب لپاره نوم لیکنه کړې ده.

خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت وايي چې په یاد ولایت کې یو شمېر نجونې او ښځې حاضرې شوي چې د پولیسو په لیکو کې جذب شي.

د ده په وینا تعلیم لرونکې ښځې او نجونې به د کابل د پولیسو د اکاډمی په ګډون حتی، که کورنۍ اجازه ولري،د ترکیې سیاس پوځي مرکز ته د روزنې لپاره ولېږل شي.

د کاملې په نوم یوه ښځه چې له ۱۲ کلونو راهیسې د پولیسو په لیکو کې دنده اجراء کوي وايي چې دوی لپاره هېڅ ډول ستونزه نشته، کونډه ده او د خپلو ماشومانو د پالنې مسؤلیت لري او له‎دې لارې غواړي خپل هېواد ته خدمت وکړي.

د رحم بي بي په نوم یوه بله مېرمن له نورو نجونو او ښځو هم غواړي چې د پولیسو لیکو ته ورشي او له‎دې لارې خپلو خلکو ته خدمت وکړي او معاشونو په واسطه د خپلو کورنیو اقتصادي حالت هم ښه کړي.

د کورنیو چارو وزارت له‎خوا د ښځینه پولیسو د جلب و جذب په اړه په خپرو شویو پاڼو کې راغلي چې افغانستان له هغو هېوادونو دی چې د ښځو پر وړاندې په کې تاوتریخوالی په لوړه کچه موجود دی، همدارنګه داسې منفي ټولنیز ذهنیت هم شته چې د تاوتریخوالي څخه متاثره ښځې نشي کولای له کوره بهر د نورو خلکو څخه مرسته وغواړي، نو د ښځینه پولیسو په زیاتیدلو سره دا ستونزو تر یوه بریده راکمېږي.