پنجشنبه , 25 اپریل 2024

دکونړ زده کوونکي ددرسي کتابونو له کمښته شکایت کوي

د کونړ د اکثرو ښونځیو زده ‌کوونکي شکایت کوي چې د درسي کتابونو کمښت دوی له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د کونړ په مرکز اسعداباد کې د عمراخان لېسې یوه زده‌کوونکي رسنېو ته وویل:

“زما نوم فلک ‎ناز ساپی دی، دا یوه میاشت وشوه چې ښوونځی مو پیل شوی دی، موږ ته درې کتابونه راکړل شوي دي او نور نه دي راغلي، د درس په وخت کې یوه کتاب ته ټول راټول شوي یوو چې دا یو مشکل کار دی، موږ سره داسې زده کوونکي هم شته چې بازار کې د کتابونو اخېستلو وس نه‌لري، ډېر غریب او بې وسه دي.”

دی وايي، د مضامینو نومونه يې زیات دي؛ خو په ۱۸مضامینو کې یواځې دوه یا درې کتابونه راکړل شوي دي.

دا چې د کونړ په مرکزي لېسو کې زده کوونکي کتابونه نه لري؛ نو د دې ولایت په لېرې پرتو سیمو کې به د زده کوونکو څه حال وي؟

د دانګام ولسوالۍ یو اوسیدونکی حاجي نثاراحمد وايي:

“د دانګام په ولسوالۍ کې له لومړي تر شپږم ټولګي پورې زده کوونکو ته کتابونه سم وېشل شوي دي؛ خو له اووم څخه تر دولسم ټولګي زده کوونکو ته پوره کتابونه نه دي ورکړل شوي چا ته دوه، چا ته درې او چا ته څلور کتابونه ورکړل شوي دي؛ نو په همدې اساس زده کوونکي په سمه توګه درسونه نشي ویلای او ښوونکي هم په سمه توګه درس نشي ورکولای او نه د مهال وېش سره سم خپل درسي بهیر پرمخ بولای شي.”

د کونړ د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال عبدالقهار اخونزاده د درسي کتابونو کمی مني او وايي چې دغه ستونزه يې له ښوونې او روزنې وزارت سره شریکه کړې او هغوی هم ورته ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به ښونځیو ته کتابونه راولېږي.