پنجشنبه , 25 اپریل 2024

دګرشک دځانمرګي برید تر شا بله کیسه ده!

طالبان چې ډیر وخت يي مشران د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې مېشت وي اوس تازه خبریال ته د کوټې څخه يوې باوري سرچینې ویلي چې په ګرشک چې په دي وروسیتو کې کوم ځانمرګي برید ترسره شو او داسي ویل کیدل چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله ځوي ترسره کړي دي دا خبره بلکل ناسمه ده .

سرچینه په دي اړه څه بل ډول کېسه کوي،له نن څخه ۹ کاله وړاندې ملا هیبت الله دغه هلک کوم چې په ګریشک کې يي ځانمرګي برید وکړ له حقانیه مدرسې څخه راوستی او له همغه ورځې یې ساتلی و

سرچینه زیاتوي چې ملا ته نیږدې کسان په دې خبره ښه پوهیږي خو له ډاره څه نه شي ویلي .

سرچینه دا هم وايي  چې په دې ورستیو کې  یاد هلک په ایډیز ناروغۍ اخته شوی و او ډاکترانو یې ناروغي پرمختللې بللې وه نو بیا ورته د ملا هیبت الله لخوا ویل شوي چې اوس نو ته ځانمرګی وکړه هسې هم مړکیږي په دې توګه  به  جنت ته  لاړ شې او کړې ګناهونه به  دې وبښل شي.

هڅه مو وکړه چې په دي اړه د وسله والو طالبانو نظر هم واخلو د هڅو سره سره بریالي نه شو.