سه شنبه , 23 اپریل 2024

د اتلولۍ په دفاع کې یې خپله لومړۍ سیالۍ وبیلله

د پاکستان سوپرلیګ سیالۍ تیر ورځ د یو شیمر مراسمو سره پیل شوي چې لومړۍ  سیالۍ د تیر کال اتلۍ  پیښور زلمیو او  ملتان سطانز لوبډلو تر منځ تر سره شوه چې پکې ملتان سلطانز لوبډلې پيښور زلمیو ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه

لومړۍ توپ وهنه د پیښور زلمیو لوبډلې تر سره کړه چې په ټاکلو شل اورنو کې یې سیالۍ لوبډلې ته د ۱۵۱ منډو هدف مخ ته کیښود

په توپ وهنه کې محمد حفیظ ۵۹ او کپتان ډیرونډ سمیع ۲۹ تر نورو ډيرې منډې جوړې کړې

د سلطانز لوبډلې له لورې په توپ اچونه کې محمد عرفان د سیالۍ لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول

وروسته د یاد هدف د پوره کولو لپاره د د سلطانز لوبډله میدان ته راغله چې ورکړل شوي هدف یې په شلم اورکې د دریو لوبغاړو په سوځيدو سره پوره او لوبه یې وګټله

په توپ وهنه کې کمارا سنګاره ۵۷ او کپتان شعیب ملک ۴۲ منډې جوړې کړې او خپله لوبوبډله یې بریا ته ورسوله

په توپ اچونه کې وهاب ریاض ۲ او محمد اصغر یو لوبغاړې وسوځوه خو کومه ګټه یې ونه کړه او لوبه یې د سلطانزې لوبډلې په ګټه پای ته ورسیده.

ودان مینه وال