چهارشنبه , 24 اپریل 2024

د ادارې ډولونه (ډلبندي(

لیکنه: نصیر احمد مصلح

که چېرې د ادارې اهدافو او فعالیتونو ته ځیر شو دا به مشکله وي چې ادارې په ټاکلو کټگوریو ووېشو. ځکه چې هره اداره ځانته ځانگړې موخې او فعالیتونه ترسره کوي، له بل پلوه د انسان ژوند مختلف اړخونه لري، لکه سیاسي، اقتصادي او کلتوري فعالیتونه چې هر یو یې ځانگړې ادارې او مدیریت ته اړتیا لري. خو بیا هم د ځینو علماوو له نظره د ادارې طبقه بندۍ د دوه علومو له نظره شوې. د حقوقو د علم له نظره او د اقتصاد د علم له نظره:

لومړۍ د حقوقو د علم له نظره: د حقوقو د علم له نظره اداره په دوه ډوله تقسیم شوې ده.

(۱) عامه اداره     (۲) خصوصي اداره

۱- عامه اداره: عامه اداره د انسانانو په ټولنیز ژوند کې یوه لویه لاسته راوړنه ده. عامه اداره په حقیقت کې یو لوی سازمان دی، چې انسانان تر ننه پورې د هغه په شان د بل لوی سازمان په رامنځته کېدو نه دي توانېدلي.

عامه اداره د ادارې د پراخ چوکات یوه برخه ده او ټول بنسټونه که هغه خصوصي دي او که عامه ورڅخه گټنه کوي.

عامه اداره د دولت د پالیسو د وېش ډگر دی، چې له همدې ادرسه پالیسۍ په سمه توگه د ادارې ظرفیت ته په پام سره عملي کېږي.

عامه اداره د حکومت اجراییوي مټ په توگه تعریفولای شو دا ځکه چې د عامه ادارې له ادرسه حکومت خپلو پالیسیو او پلانونو ته د عمل جامه اغوندي.

عامه اداره په حقیقت کې د یو ځانگړي هدف د تامین په موخه له یو لړ اصولو او ضوابطو څخه په گټه اخیستو د افرادو نیکه هڅه ده.

۲ـ خصوصي اداره: هر کله چې د ادارې اصطلاح د یوې کمپنۍ، موسسې، پروژې، شرکت او یا یوې فابریکې فعالیتونه تر مطالعې لاندې ونیسي نو په دې صورت کې د خصوصي ادارې په نوم یادیږي.

دویم د اقتصاد د علم له نظره: د اقتصاد د علم له نظره اداره په دوه ډوله تقسیم شوې ده.

۱- انتفاعي (تجارتي) اداره: انتفاعي ادارې عبارت له هغه ادارو څخه دي چې یوازې د گټې (منفعت) د ترلاسه کولو په منظور رامنځته کېږي.

۲- غیر انتفاعي (غیر تجارتي ) اداره: غیر انتفاعي ادارې عبارت له هغه ادارو څخه دې چې د اقتصادې گټو په موخه نه وي جوړې شوې، بلکې د نورو اهدافو د ترلاسه کولو په موخه رامنځته شوې وي. لکه د غریبو سره مرسته، د جنگ پرمهال د زخمیانو سره مرسته او داسې نورې موخې کومې چې اقتصادي بڼه ونه لري. (لکه د سره صلیب نړیواله موسسه(