پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د ادبي خپرونو سرلیکنې

لیکوال: پوهنیار اسدالله وحیدي

په پښتو کې د سرلیکنې په اړه څه نا څه لیکل شوي دي، خو د ادبي خپرونو د سرلیکنو په اړه هېڅ نه دي لیکل شوي. ما تر دې لیکنې مخکې د ادبي خپرونو د سرلیکنو په اړه ډېره پلټنه وکړه. د افغانستان په علومو اکاډمۍ، کابل پوهنتون او بل هېڅ ځای کې مې د ادبي خپرونو د سرلیکنو په اړه آن یوه کرښه هم پیدا نه کړه. د سرلیکنې په اړه په پښتو کې لیکل شته، ژباړې هم شته، ان کتابونه ژباړل شوي، خو د ادبي خپرونې د سرلیکنې په برخه کې هېڅ نشته. له دې لامله چې د ادبي خپرونو د سرلیکنو په اړه په پښتو کې معلومات نشته، نو زموږ د ډېرو ادبي خپرونو سرلیکنې، سرلیکنې نه دي، بلکې لیکنې دي. سرلیکنه څه ته وايي؟ د ادبي خپرونو سرلیکنه څه ته وايي؟ د ادبي خپرونو سرلیکنې څنګه لیکل کیږي؟ د ادبي سرلیکنې او د ادبي خپرونې د سرلیکنې ترمنځ توپیر څه دی؟ په دې لیکنه کې همدغو پوښتنو ته د ځواب او ددغه تشې د ډکولو هڅه کوم.

سرلیکنه څه ده؟

موږ دلته پر سرلیکنه تفصیلي بحث نه کوو، خو له دې لامله چې زموږ موضوع د ادبي خپرونو پر سرلیکنو را څرخي، نو لومړی پر سرلیکنه بحث کوو. سرلیکنې ته ډېر تعریفونه شوي، خو که په لنډ ډول ووایم، سرلیکنه د یوې پېښې یا بدلون په اړه د خپرونې د ادارې رسمي او عمومي نظر او دریځ دی. سرلیکنه تل یو ژورنالېستیک ژانر ګڼل شوی، خو کله چې خبره د ادبي خپرونو سرلیکنو او ادبي لیکنو سرلیکنو ته راځي، نو بیا یې ښايي د ادبیاتو او ژورنالېزم ګد ژانر وګڼو.

سرلیکنه ته په انګلیسي کې (Editorial) او په فارسي کې ( سرمقاله) وايي. په پښتو کې هم پخوا ورته (سرمقاله) ویل کېده، خو په وروستیو څو لسیزو کې یې ځای ( سرلیکنې) کلمې نیولی دی او اوس عامه شوې ده.

ځیني کسان فکر کوي چې سرلیکنه د ورځپانې د مسوول مدیر یا د هغه د مرستیال نظر دی. دا یوه تېروتنه ده، ځکه چې سرلیکنه یوازې د مدیر نه، بلکې د ادارې نظر دی چې له مدیر نیولې، د هغه تر مرستیال، کتنپلاوي او اېډېټرانو پورې ټول پکې راځي. په افغانستان کې ډېری سرلیکنې د خپرونې د مسوول مدیر له خوا لیکل کیږي، له همدې لامله ځیني کسان فکر کوي چې سرلیکنه د خپرونې د مسوول مدیر نظر دی. دلته ښايي د مدیر نظر وي، خو په اصولو کې سرلیکنه د ادارې نظر دی. په نړۍ کې چې چاپي خپرونې ډېر کاروکوونکي لري، نو د اېډېټرانو بورډ را ټولیږي، یوه موضوع ټاکي او بیا پرې هر څوک خپل نظر ورکوي. دلته یو کس د منشي په توګه د ټولو نظریات لیکي، لنډوي یې، توحیدوي یې او په یوه لیکنه کې یې را ټولوي چې سرلیکنه ورته ویل کیږي. په انګلیسي ورته (Editorial) له همدې لامله ویل کیږي چې د اېډټرانو د بورډ نظر دی.

استاد غضنفر هم دا خبره کوي چې سرلیکنه د لیکوال نظر نه دی، بلکې د ادارې نظر بیانوي: (( په سرمقاله کې د یوې پېښې یا موضوع د ردولو یا تاییدولو لپاره استدلال کیږي او له یوې رایې خبریږو. دا رایې او نظر له لیکوال سره نه، بلکې له خپرندویې ادارې سره تعلق لري)). ( ۴- ۱۸۹)

سرلیکنې ته د ډېرو ټولنیزو مسایلو په څېر ګڼ تعریفونه وړاندې شوي دي چې زه یې دلته یو څو را اخلم:

((سرليكنه د رسنيو د چلونكو هغه ارزښتمن پيغام دى چې دكلمو او جملو په قالب كې يې وړاندې كوي. په دې توګه سرليكنه د رسنۍ د ثقل مركز او يا هم په يوه رسنۍ باندې هغه حاكم فكري خط دى چې نورې ټولې ليكنې دهغې تر اغېزې لاندې چاپېږي.)) (۱-۲)

(( سرليكنه هغه مضمون دى چې په كومه ځانګړې موضوع باندې ليكل شوى وي او په هغه كې د لوستونكي فكر هغه لور ته اړول كېږي چې د ليكوال په نظر غوره وي.)) (۲-۱۵)

(( سرليكنه هغه ليكنه ده چې ديوې ډلې، ګروپ يا هم كوم سازمان له خوا د ټولنې د وګړو د لارښوونې، منعه كولو يا هم د تشويق او ترغيب په موخه ليكل كېږي او د مطبوعاتو له لارې خپرېږي.)) (۳-۱۷)

په یو بل ځای کې د سرلیکنې په اړه وايي: ((سرمقاله لیکونکي لکه مدافع وکیلان؛ کوښښ کوي چې په خپله لیکنه کې د منطقي دلایلو په راوړلو سره د لوستونکو ملاتړ خپل کړي.)) (۵-۲۳)

ګڼ نور تعریفونه هم شته، خو موږ یې دلته نه راوړو. پورتني تعریفونه ټول خپلې ستونزې لري او پوره نه دي. په لنډ ډول ویلی شو چې سرلیکنه د یوې پېښې، موضوع او بدلون په اړه د یوې خپرونې د ادارې رسمي نظر او دریځ دی. په دې نظر کې ښايي غندنې شوې وي، ښايي ستاینې وي او ښايي هم ځانګړي وړاندیزونه او حل لارې وړاندې شوي وي.

د سرلیکنې په اړه دا خبره ډېره تکرار شوې چې د خپرونې یا ورځپاڼې په لومړي مخ کې راځي. اوس دا خبره زړه شوې. ډېری ورځپانې سرلیکنه په دویم مخ کې لیکي او دا چاره له دې سره تړلې چې خپرونې او رسنۍ غواړي ځان ډېر د بیان ازادۍ ته ژمن وښيي او خپل نظر مهم نه ښکاره کوي. اوس سرلیکنې له دې امله هم اداره په دویم مخ کې ډېره لیکي چې دا خو د خپرونې د مسوولینو نظر وي او دوی ټینګار  کوي چې تر خپل نظر یې د خلکو نظر ورته مهم دی، نو ځکه یې دویم مخ ته وړي. سرلیکنه کیدای شي په لومړي او یا دویم مخ کې راشي، خو ځای یې باید تل مشخص وي، داسې نه چې یوه ورځ په یوه مخ کې راشي او بله ورځ په بل مخې کې راشي. ځیني کسان ان د خپرونې هغه مخ چې سرلیکنه پکې راځي د سرلیکنې د مخ په نامه یادوي، خو دا بحثونه اوس ډېر زاړه ښکاریږي. په مجلو کې په طبیعي ډول سرلیکنه تر فهرست وروسته او تر نورو لیکنو مخکې راځي، نو په ورځپاڼه کې ډېر وخت په لومړي یا دویم مخ کې راځی.

سرلیکنې ددې لپاره لیکو چې یوې مهمې ستونزې یا بدلون ته د خلکو پام را وګرځوو: ((سرلیکنه ځکه لیکو چې عامه ذهنیتونه اغیزمن کړو؛ فکري وده پیاوړې کړو او عام خلک وهڅوو تر څو د ځینو خاصو مسایلو پر وړاندې راپورته او لاس په کار شي. په دې مانا، چې د سرمقالې اصلي موخه د ځینو ځانګړو مسایلو په وړاندې د عامه ذهنیتونو د بدلون، خلکو ته د فکر کولو د ځواک وربښل، او د خلکو هڅول دي، تر څو غبرګون وښيي)) (۶-۴۵)

سرلیکنه درې عمده برخې لري. لومړی خبري او معلوماتي برخه؛ په دې برخه کې د یوې پېښې، موضوع یا بدلون معلوماتي اړخ وړاندې کیږي. دویم تحلیلي برخه؛ په دې برخه کې د سرلیکنې لیکوال د موضوع په اړه تحلیل او شننه وړاندې کوي. درېیم پایله؛ په دې برخه کې لیکوال خپل دریځ بیانوي، نیوکه کوي، وړاندیز کوي، حل وړاندې کوي او یا بدیل وړاندې کوي. عنوان او تر سرلیکنې لاندې د ادارې لیکل، هم د سرلیکنې برخې ګنل کیږي. که سرلیکنه عنوان ونه لري دا عیب دی او که یې تر لاندې د ادارې نوم ونه لیکل شي، دا له لوستونکو هېروي چې دا د چا نظر دی.

سرلیکنې ډېر ډولونه لري. سیاسي سرلیکنې، اقتصادي سرلیکنې، ټولنیزې سرلیکنې او داسې نورې. دغه راز د دریځ له اړخه هم ډولونه لري چې غندونکې سرلیکنې، ستایونکې سرلیکنې، حل لارې وړاندې کوونکې سرلیکنې، بدیل وړاندې کوونکې سرلیکنې او نور پکې راځي. له دې لامله چې موږ دلته تر ډېر د ادبي خپرونو په سرلیکنه تمرکز کوو، نو دلته د سرلیکنو پر ډولونو بحث نه کوو.

د ادبي خپرونو سرلیکنې:

د ادبي خپرونو سرلیکنې هم د نورو سرلیکنو په څېر د ادارې نظر دی، خو په دومره توپیر چې د یوې ادبې موضوع، پېښې او بدلون په اړه باید دغه سرلیکنه ولیکل شي. د ادبي خپرونو د سرلیکنو په اړه دویم نظر دا دی چې ژبه یې باید ادبي وي. دا سرلیکنې هم ګټ مټ باید درې برخې ولري، لومړی برخه یې باید معلوماتي وي، دویمه برخه یې باید تحلیلي وي او په درېیمه برخه کې باید حل لارې، وړاندیزونه او یا هم د ادارې له خوا کوم بدیل وړاندې شي.

د ادبي خپرونو سرلیکنه که پر کوم ادبي بدلون، پېښې او یا دې  ته ورته څه را ونه څرخي، هغه سرلیکنه نه ده. له بده مرغه زموږ د ډېرو ادبي خپرونو سرلیکنې، سرلیکنې نه، بلکې لیکنې دي. دوی د یوې سړې، یا فکري ادبي موضوع په اړه لیکل وکړي. دغه لیکل د کوم ادبي او فرهنګي بدلون په اړه نه وي او ان ډېر کله روښانه معلومیږي چې د شخص نظر وي. دغه ډول لیکنو ته سرلیکنې نه، بلکې لیکنې ویلی شو. ایرانی لیکوال پرویز هادي وايي: (( په سرمقاله کې هیڅکله د لومړي شخص مفرد (زه) ضمیر مه کاروئ، بلکې تل (موږ) وکاروئ، ځکه چې تاسې خپل شخصي نه، بلکې د ادارې نظر وړاندې کوی)) (۷-۳۵)

د ادبي خپرونې د سرلیکنې او د ادبي سرلیکنې ترمنځ هم توپیر شته. کیدای شي د ډېرو سرلیکنو ژبه ادبي وي. کیدای شي د یوې ټولنیزې، سیاسي او یا بلې خپرونې سرلیکنه په ادبي ژبه لیکل شوې وي. موږ ورته ادبي سرلیکنه وایو. د ادبي خپرونو سرلیکنې باید نه یوازې د ژبې له اړخه ادبي وي، بلکې د موضوع له اړخه هم باید ادبي وي. که یې موضوع ادبي نه وي، نو بیا د ادبي خپرونې سرلیکنه نه ده. که یې موضوع کومه ادبي پېښه او ادبي تحول نه وي، بیا هم سرلیکنه نه، بلکې لیکنه ده.  د ادبي خپرونو په سرلیکنو کې هم کیدای شي نیوکې وشي، ستاینه وشي، کیدای شي وړاندیزونه او حل لارې وړاندې شي. د بېلګي په ډول موږ دلته څه ډولونه لرو:

ستایونکي: په ۱۳۹۵ کال کې پښتو ته ګڼ کتابونه وژباړل شول. د کال په پای کې کیدای شي د یوې ادبي خپرونې اداره پر دغه موضوع سرلیکنه وکړي. لومړی په دې اړه معلومات وړاندې کړي. په دویمه برخه کې پر دې بحث وکړي چې دا کار څه ګټه لري او څه ګټه یې کړې ده. په درېیمه برخه کې دا کار وستايي، هغوی چې دا کار یې کړی وستایل شي او د هڅونې لپاره یې جملې ولیکل شي.

غندونکې یا د اندېښنې سرلیکنې: په دغه سرلیکنه کې کیدای شي د ادبي پرمختګ پر وړاندې د کومې ډلې، یا حکومت له خوا ستونزې وغندل شي. کیدای شي ادبیاتو او ژبې ته پر ور پېښ خطر نیوکې وشي او هغوی وغندل شي چې ژبه او ادب یې له خطر سره مخ کړي. د بېلګي په ډول؛ په رسنیو کې ناسمه پښتو ویل کیږي. د یوې ادبي خپرونې سرلیکنه په دې اړه لیکل کیدای شي. په لومړۍ برخه کې ښايي په دې اړه معلومات وړاندې شي. په دویمه برخه کې ددې ستونزې پر لاملونو او خطرونو بحث وشي. په وروستۍ برخه کې ښايي دا کار وغندل شي او له حکومت او ادیبانو یې د مخنیوي غوښتنه وشي.

وړاندیز:  د یوې ادبي خپرونې په سرلیکنه کې کیدای شي په ادبیاتو کې د یو مهم پرمختګ، بدلون، یا د ستونزې د مخنيوي لپاره وړاندیز وشي. لومړی باید ددغه ستونزې یا بدلون په اړه معلومات ورکړل شي، بیا باید تحلیل وشي او وروسته باید وړاندیزونه وشي.

حل لارې: کله کله د ادبي خپرونو په سرلیکنو کې د ادب د پرمختګ لپاره لارې چارې وړاندې کیږي. په دې حالت کې هم لومړی پر ستونزو بحث کیږي، وروسته تحلیل کیږي او په پای کې حل لارې وړاندې کیږي.

پایله:

د ادبي خپرونو د سرلیکنو تر ګردو اساسي ټکی دا دی چې باید د یو ادبي پرمختګ، ستونزې او یا تحول په اړه وي. بل مهم خاصیت یې دا دی چې باید د ادارې نظر بیان کړي. تر اوسه پورې هم زموږ د ادبي خپرونو په سرلیکنو کې دا ستونزه شته، چې یا خو د ادبي تحول په اړه نه لیکل کیږي او یا هم د ادارې پر ځای تر ډېره د شخص فکر او نظر وړاندې کوي.

له همدې لامله په کار ده چې موږ د سرلیکنو، ادبي سرلیکنو، د ادبي خپرونو د سرلیکنو او لیکنو پر توپیر پوه شو. هغوی چې ادبي خپرونې چلوي دا چاره ورته خورا مهمه ده. که موږ د ادبي خپرونې سرلیکنې ونه پېژنو، نو د سرلیکنو پر ځای به لیکنې کوو، چې دا چاره د اصولو خلاف کار دی. له همدې لامله په کار ده چې موږ ادبي سرلیکنې، د ادبي خپرونو سرلیکنې، د سرلیکنو پر جوړښت، هدف او نورو اړخونو پوه شو او له هغه وروسته باید سرلیکنې ولیکو.