نننۍ لوبې کې ملي لوبډلې له ایرلینډ څخه په شپږو وېکېټو ماتې وخوړه.
د لوبې پچه ملي لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه. که څه د ملي لوبډلې زیات شمېر توپ وهونکي له ځانگړو منډو جوړولو پرته خپلې وېکېټې له لاسه ورکړې خو د راشد خان، گلبدین نایب او شفیق الله شفق نیمه سلیزو په مرسته ښه هدف په ټاکلو بریالۍ شوه.
ملي لوبډلې ټاکل شوو پنځو اورونو کې د وروستیو توپ وهونکو پیاوړې توپ وهنې او غوره ملگرتیا په مرسته ۸ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۶۴ منډې جوړې کړې.
ایرلینډ لوبډلې که څه هم ځوابي توپ وهنې کې دوه چټکې وېکېټې له لاسه ورکړې خو د ملي لوبډلې کمزورې دگر ساتنې له ایرلینډ سره دغه هدف په پوره کولو کې مرسته وکړه.
ایرلینډ ځوابي توپ وهنې کې یوازې څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د سټرلینگ او بلبېرني پیاوړې توپ وهنې سره په ۴۸.۵ اورونو کې ۲۶۵ منډې جوړې کړې.
د ایرلینډ لپاره سټرلینگ په ۱۱۴ توپونو د نهو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۹۹ او بلبېرني په ۷۴ توپونو د یولسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۸۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
اوبراین په ۵۲ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۳۰ او وېلسن په ۲۸ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۲۸ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره هم ښه وځلېدل.
ملي لوبډلې لپاره توپ اچوونکو که څه هم د وېکېټې په اخیستلو بریالي نه شول خو سیالې لوبډلې ته يي د چټکو منډو جوړولو فرصت هم ورنکړ.
ملي لوبډلې لپاره دولت ځدران دوه او محمد نبي او سمیع الله شینواری یوه یوه وېکېټه واخیسته.
گلبدن نایب خپل ۴ اورونو کې ۲۳، دولت ځدران خپل ۹.۳ اورونو کې ۵۲، امیر حمزه خپل ۱۰ اورونو کې یوازې ۳۷، محمد نبي خپل ۹ اورونو کې ۶۴، سمیع الله شینواری خپل ۶ اورونو کې ۳۹ او راشد خان خپل ۱۰ اورونو کې ۴۴ منډې ورکړې.
دغې لوبې کې د ماتې تر ټولو ستر لامل کمزورې ډگر ساتنه وه چې ملي لوبغاړو ډگر ساتنې پر مهال یو شمېر کیچونه او د رن اوټ فرصتونه له لاسه ورکړل.