پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له ایرلنډ او زمبابوۍ سره لوبې کوي

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ۵۰ اوره لوبو سریریز به په راتلونکې ډیسمبر میاشت کې پیل شي او له هغه وروسته د فبرورۍ میاشت کې له زمبابوۍ لوبډلې سره درې د ۵۰ اورونو او دوه د شلو اورونو سیالۍ لري.

دغه ټولې لوبې د افغانستان په کوربه توب شارجه لوبغالي کې کیږي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د راتلونکې ډیسمبر میاشتې په پنځمه،اوومه او لسمه نیټه د خپلې سر سختې ایرلنډۍ لوبډلې سره درې د پنځوس اوره سیالیو لړۍ ترسره کړي او له هغې وروسته د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په میاشت کې له زمبابوې سره پنځه یوه ورځنۍ او دوه د ۲۰ اورونو نړیوالې لوبې لري.

د افغانستان او زمبابوۍ کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د شل اوره لوبو لومړۍ لوبه د فبرورۍ په پنځمه او دویمه لوبه یې په شپږمه نیټه ده او د یو ورځینیو لوبو لړۍ یې د همدې میاشتې په نهمه، یولسمه، دیارلسمه، شپاړسمه او نولسمه نیټه ترسره کیږي.

د زمبابوۍ د کرکټ بورډ د ویاند ډارلنګټن مجونګا په وینا له افغانستان سره د زمبابوې تېرې لوبې هم ډېرې جدې وې او دا لوبې به هم همداسې وي.

افغانستان له دې وړاندې هم له زمبابوۍ څخه د ۵۰ اوره لوبو دوه سیریزه ګټلي دي.

د دواړو لوبډلو تر منځ په ۱۴ ترسره شویو یو ورځینیو لوبو کې یې ۸ افغانستان او ۶ زمبابوۍ ګټلي دي.

همدارنګه د افغانستان او زمبابوۍ تر منځ دوه د شل اوره لوبو سیریزونه هم ترسره شوي،چې دواړه یې افغان لوبډلې ګټلي دي او په شل اوره لوبو کې تر اوسه افغان لوبډلې له زمبابوۍ څخه کومه ماتې نه ده خوړلې.

د افغانستان د کرکټ بورډ په اعلامیه کې راغلي،چې دا لوبې د ۲۰۱۹ کال د یوې ورځنیو لوبو نړیوال جام د غوراوي سیالیو لپاره ښه تمرین دی.

د غوراوي په سیالیو کې ویسټ انډیز، افغانستان، زمبابوې، ایرلنډ او شپږ نور ټیمونه برخه لري،چې یوازې دوه محکښې لوبډلې به یې نړیوال جام ته لار ومومي.

افغانستان تر اوسه یو ځل په ۵۰ اوره نړیوال جام کې برخه اخستې او سکاټلنډ لوبډلې ته یې پکې ماتې ورکړې وه.

 

نصرت الله عمرزی