د الفت په شعرونو کې د پان اسلاميزم څرکونه

لیکنه: پوهنیار سېد اصغر هاشمي

پان اسلامیزم د یوناني ژبې د دوو کلمو څخه اخیستل شوی چې، پان(pan) د یوناني ژبې مختاړی دی، معنا یې (ټولو، د ټولو غړو، ټول کسان او اعضا) دي او اسلامیزم(islamisam) څخه هدف اسلام او مسلمانان دي.

پان اسلامیزم د مسلمانانو لپاره د سیاسي ځواک د ترلاسه کولو، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز ژوندښه کولو یوه ښه وسیله وه او د مسلمانانو د ښه ژوند کولو لپاره زمینه سازي کوله.

پان اسلامیزم په نولسمه پیړۍ کې د پان خوځښتونو شاهد و، پان جرمنیزم د جرمنیانو له خوا منځ ته راغی.

اکثره پانونه (پان جرمنیزم، پان سلواکیزم اوداسې نور) استعماري شکل لري خو پان اسلامیزم د استعمار په ضد مبارزه کوله او کله هم د نوور پانونو په شان تګ لاره یې نه درلوده.

پان اسلامیزم لارویان په نړۍ کې د ټولو مسلمانانو اتفاق غواړي او د نړۍ مسلمانان اتفاق او اتحاد ته هڅوي.

سيدجمال الدين افغان دپان اسلاميزم سرلاری

د پان اسلامیزم اصطلاح د لومړي ځل لپاره په انګریزي ادبیاتو کې وکاریدله خو د وخت او زمان په تیریدلو سره په عملي ډول د سیدجمال الدین افغان په واسطه پیل شوه یعنې په عملي ډول د دې لوی اسلامي تحریک نوی بنسټ ایښودونکی سید دی. له سیده وروسته د ترکي عبدالحمید ثاني په دې هکله کار پیل کړ. د دې تحریک اساسي هدف اسلامي نړۍ له نورو د استعماره خلاصول وه.

له سیدجمال الدین افغان وروسته ځینې نورو پوهانو هم دا فکر درلود او اکثره عالمانو ویناوو کې په ارادي او یا غیر ارادي ډول د پان اسلامیزم مفکوره لیدلای شو چې ښه مثال یې علامه اقبال او ځینې نور پوهان دي.

د پان اسلامېزم نړیوال غورځنګ له موخو یوه برخه یې اتفاق دی. سیدجمال الدین غوښته چې د نړۍ ټول مسلمانان په اتفاق وي، ټول مذهبونه اختلاف ونه لري او د یو الله تعالی عبادت وکړي او ټول سره ورونو په شان ژوند وکړي چې د سید دغه ارمان نه په خپل وخت کې پوره شو او نه نن د نړۍ مسلمانان په یو اتفاق دي.

د ګل پاچا الفت په پنځونو کې د اتحاد او اتفاق په هکله زیاتې خبرې شته چې د ده دغه نظر او فکر د پان اسلامیزم د غورځنګ له موخو څخه دی.

د هېواد د پرمختګ لپاره اتفاق اړين توکی دی او بې اتفاقي د يو هېواد د بربادۍ سبب ګرځي او اتفاق د ابادۍ سبب.

(د صلح نړۍ) تر عنوان لاندې استاد الفت وايي:

هغه ورځ به بختوره وي هر ګوره

چې د سپينو زړونه تور نه وي له توره

کرکه نه وي يو له بله محبت وي

ورورولي صلح صفا وي ښه نيت وي

مرور خلک يو بل سره پخلا شي

نه چې غوښه او چاړه هغه او دا شي

بشري دوستي قايمه په جهان وي

خوښ په صلح هم کافر هم مسلمان وي

(۲: ۱۴۱)

استاد الفت په خپلو ډېرو شعرونو کې پښتانه اتفاق ته بللي دي او له دوی يې غوښتنه کړې، چې له بې اتفاقۍ لاس واخلي او يو له بله متفق شي او وايي:

غم مو يو ښادي يوه ده

په رګو کې يوه وينه

زه او ته د يو مخ سترګې

خلک مو بولي ښۍ او کيڼه

دواړه يو شانې غږېږو

مرو د يو وجود په مړينه

اختلاف د نظر نشته

چې موجب د بېلتون نشته

سپين او تور د يوې سترګې

کله يو له بل بېلېږي

په بېل رنګ کله دوه ورونه

يو له بله پردي کېږي

راشئ! ای پښتنو ورونو

يو له بله به زارېږو

د پښتون د ژوند دپاره

به هر يو له سر تېرېږو

خوشحالي به مو يوه وي

په يوه غم به کړېږو

په نامه د پښتونوالي

به موږ واړه قربانېږو

يوه ورځ به داسې راشي

چې پښتون واړه راټول شي

لر او بر پښتانه واړه

بېرته يو کور او کهول شي

(۲: ۲۰۴)

استاد الفت د خپلې ټولنې يو ښه انځورګر دی او پخپل وخت کې د ولس د نيمګړتياوو په نبض پوه و او ډېر شعرونه يې د ټولنې د اصلاحاتو لپاره ويلي دي او له ځانه د ولس غم ورسره زيات و.

په دې پوه شئ چې موږ واړه برابر يو

وباسئ د تفوق خيال له سرونو

ټول به حق د ژوند لري په دې وطن کې

برتري به نه وي هيڅ د نژادونو

د نړۍ نورو پوهانو په ویناوو کې هم دغه برخه شته چې د بېلګې په ډول د علامه اقبال شعر راوړم:

منفعت ایک هی اس قوم کی نقصان بهی ایک

ایک هی سب کا نبی دین بهی ایمان بهی ایک

حرم پاک بهی الله بهی قران بهی ایک

کچـهـ بری بات تهی هوتی جو مسلمان بهی ایک

په پورته شعر کې اقبال د مسلامانو ګټه تاوان یو بولي او وايي، کعبه، نبي اخرالزمان، الله تعالی او قرآن ټول یو دی خو موږ ولې نه؟؟ د علامه له شعره پرته د نورو پوهانو په شعرونو کې هم دغه برخه شته.

پان اسلامیزم له موخو یو اساسي هدف یې نړیوال یووالی دی.

کله چې علامه سید پر ۱۸۵۷ ز کال د حج د فریضې ادا کولو په پار مکې مکرمې ته لاړ او هلته یې د حج په مراسمو کې د نړۍ د مسلمانانو عملي وحدت ولید نو د پان اسلامیزم مفکوره ورسره پيدا شوه. سید د همدې ارمان په پار لیکل وکړ، ویناوې یې وکړې، خلک یې را ټول کړل، د وخت د چارواکیو دربارونو ته ورغی او خپل غږ یې تر هر چا او هر ځایه ورسوه.

استاد الفت د هېواد د پرمختګ لپاره يو له مهمو اړينو توکو څخه ملي يووالی ګڼي، دا يو رښتينی حقيقت دی، چې ملي يووالی نه وي، په هغه هېواد کې جنګ جګړه او د ګاونډيانو او پرديو ګټې پکې پالل کېږي.

استاد ګل پاچا الفت د يو سياسي رياليست شاعر په توګه دې ټکي ته پام اړولی دی، چې د هېواد د پرمختګ لپاره ملي يووالي ته ډېره اړتيا شته .

د استاد الفت نثري کليات او شعري کليات د ملي وحدت او ملي يووالي ډېرې بېلګې لري، لکه د مثال په ډول:

لکه باغ يو مملکت وګڼه وروره

پکې هر قسم ګلونه بوټي ګوره

ونې ډېرې خو باغ يو دی که پوهېږې

که کوئ بل رنګه فکر ډېر غولېږئ

دوه سکه ورونه لري بېل بېل نومونه

بېل رنګونه، بېل غږونه، بېل خويونه

مګر دواړه اوسېدونکي د يو کور دي

د يوې سترګې په کور کې سپين او تور دي

(۲: ۱۵۶)

پورته څو راغلي بيتونه د (ملت او مملکت) تر عنوان لاندې راغلي دي، چې د ملي يووالي او ملي وحدت يو ښه مثال دی، په شعري کلياتو کې (د حج الهام) تر عنوان لاندې يو بل په زړه پورې هنري شعر د ملي يووالي دی.

ګل پاچاالفت چې کله د حج مراسمو ته ولاړه نو د مسلمانانو اتفاق او اتحاد یې ولیده او دغه شعر یې وویلې:

مختلف او مخالف بېل بېل قومونه

چې تړي د حج دپاره احرامونه

له قومي لباسه هر سړی بهر شي

د هر چا په تن يو لنګ او يو څادر شي

کولتوري اختلاف لاړ شي له نظره

شاهي تاج، شاهي خولۍ لوېږې له سره

نه چلتار د چا په سر نه عمامه وي

د افغان، عرب او ترک يوه جامه وي

تورو سپين عرب عجم سره يو شان شي

د واحد ملت مفهوم ډېر ښه عيان شي

هدف يو د مسلمينو د جهان دی

چې په کاڼو يې هر يو ولي شيطان دی

په رښتيا چې يو امت او يو ملت دی

محمد او ابراهيم ته يې بيعت دی

د شرقي او د غربي قبله يوه ده

پتنګان له هرې خوا ډيوه يوه ده

نه شقاق شته نه نفاق نه اختلاف

معصوم دی د نر او ښځې ايتلاف

(۲: ۲۵۷ ـ ۲۵۸)

د استاد الفت د (حج الهام) تر سرليک لاندې شعر کې ډېر لوی مفهوم پروت دی او د نړۍ ټول مسلمانان يې ملي يووالي او ملي وحدت ته رابللي دي.

د پان اسلامیزم له موخو بله مهمه خبره ازادي ده. ازادي د هر چا حق دی چې سید په خپل وخت کې دا خبره د نورو اسلامي لویو پوهانو نه زیاته احساس کړې وه او دا یې هیله د نړۍ مسلمانان په یو اتفاق وي چې هر ملک خپله ازادي ولري.

د استاد الفت په تخليقي ليکنو نظم او نثر کې د فکراو وجدان آزادي ليدل کېږي.

استاد په نثري کلياتو، ۸۸ مخ کې د (نوي درس) ليکنې کې د فکر د آزادۍ په باب وايي: (زه د فکر آزادي له هرڅه پورته ګڼم، هرڅوک له ځانه خوابدی کوم، مګر خپل ځان او خپل وجدان خوشحال ساتم.) (۷: ۸۹)

الفت د (فکر) تر عنوان لاندې د فکر د آزادۍ په هکله داسې وايي: (څو کاله دمخه چا په دې هېواد کې ښو ته ښه او بدو ته بد نه شو ويلی، څوک چې د فکر او رايې خاوندان بلل کېدل، په زندانونو کې واچول شول او فکرونه په کې مضمهل شول، اوس دنيا بل راز شوه او ددې عصر کارونه له موږ نه فکر غواړي او د پخو فکرونو تقاضا کوي، موږ اوس مجبور يو، چې فکر او د فکر خاوندان پيدا کړو، يعنې د فکر کولو مشق او تمرين وکړو، ددې مشق لپاره ميدان او غولی په کار دی، چې هغه جرايد او مطبوعات دي، مطبوعات بايد آزاد وي او آزاد فکرونه په کې ځای پيدا کړي، په دې کار کې ډېرې فايدې دي او دغه آزادي زموږ لپاره ډېره ضروري ده، اوس زموږ په مغزو کې فکرونه وچ شوي، موږ د فکر په توليد قادر نه يو، که چېرې د جرايدو او مطبوعاتو ازادي د يو قانون له مخې پيدا شوه، له دماغونو نه به څه وزېږي او سرګرداني به ورکه شي.

هر يو به د خپل فکر په صحت او غلطۍ پوه شي، ځکه چې فکر آزاد شي، اقتصاد هم آزادېږي او هرڅوک ښو ته ښه او بدو ته بد ويلای شي،که فکر آزاد شي، هرڅوک به د خپل حق مطالبه وکړي او خپل حق به وغواړي.)

همدارنګه د الفت يوه بله ادبي ټوټه (بې ګناه بندي) په نامه ده، چې د فکر د ازادۍ يوه ښه نمونه ده.

الفت په نظم او نثر کې د فکر د آزادۍ په باب ډېر څه ليکلي دي، چې د نظم يوه نمونه يې (آزادۍ) تر عنوان لاندې داسې ده:

آزادي ده ژوندانه لره اکسير

لوی دولت دی ورسره خير کثير

په عادي نظر کتل ورته ګناه ده

ناپوهي ده د وجدان او د ضمير

پت عزت د ژوندانه آزادي بويه

بې له دې وي ژوند ذليل خوا و حقير

آزادي د تن او غړو څه په کار ده

که دې فکر وي تړلی په ځنځير

چې آزاد فکر لري په جېلخانه کې

دی آزاد دی نه غلام غوندې وزير

په تش لاس آزادي نه شي څوک ساتلی

آزاد نه دی بل ته اړ، وږی، فقير

چې وطن او ملک آزاد وي کله ښايي

چې يې خلک د څو تنو وي اسير

باداري د زور او زرو چې کړي ورکه

ده همدغه آزادي وړ د تقدير

(۲: ۳۹۸)

استاد آزادي د ژوند لپاره يو قيمتي څيز ګڼي او په عادي نظر ورته نه ګوري، دی وايي که د انسان ټول بدن په ځنځيرونو وتړل شي، خو چې فکر يې آزاد وي.

د الفت په شعري کلياتو (۲۱۹مخ) کې (غريب ماشوم) تر عنوان لاندې يو شعر دی، چې د فکر د آزادۍ لپاره يو بهترين شعر او نوی فکر دی.

په دې شعر کې يې فکر د يو غريبې کورنۍ ماشوم سره تشبيه کړی دی، چې هر بل ماشوم هغه وهي او په ژړا کور ته راځي، هيچا دغه ماشوم نه دی نازولی، هيچا ددې پر سر لاس نه دی کش کړی او ګرد وهلی سر يې د هيچا له خوا نه دی پاک شوی، دا د غريبې کورنۍ ماشوم دی، د خان د کورنۍ ماشوم نه دی، د غريبې کورنۍ ماشوم دی، ځکه مکتب او دفتر ته نه دی تللی او د لويانو په مجلس کې هم ناست نه دی.

د استاد الفت دغه پخوانی نظر ډېر پرځای دی، اوس هم د غريبې کورنۍ شخص ته وظيفه نشته، که د غريبې کورنۍ نه نابغه هم پيدا شي، په افغانستان کې ارزښت نه لري.

استاد الفت د (صلح کل) تر عنوان لاندې وايي:

له واړه کوره راوځه لوی جهان سره اشنا شه

خیل او قام نه را اوچت شه له انسان سره اشنا شه

له هګۍ نه را بهر شه په قفس کې مه اوسېږه

له دې ټيټې هوا پورته له طيران سره اشنا شه

د زمان مکان په قيد کې اوسېدنه اسارت دی

محدود مه اوسه هر ګوره لا مکان سره اشنا شه

د بندي فکر خاونده د وهمونو نظر بنده

که ذهني آزادي غواړې له عرفان سره اشنا شه

که د ځان په شان انسان ته ودرېدلی يې سر کوزی

ځان دې نه دی پېژندلی، له خپل ځان سره اشنا شه

چې د جاه و جلال بت ته په سجده باندې نسکور يې

بې ايمانه راته ښکاري له ايمان سره اشنا شه

(۲: ۱۴۵)

د استاد په شعرونو کې د فکر د آزادۍ په هکله ډېر شعرونه شته دي او په نثري کلياتو کې هم ډېرې ښې ښې نمونې د داسې ويناوو لري.

د استاد ګل پاچا الفت په شعرونو کې د ازادۍ په باب ډېرې ويناوې شته دي، ملي ازادي، د فکر ازادي او بيان ازادي دده د شعرونو يوه لويه او مهمه برخه جوړوي.

د ګل پاچا الفت په شعرونو کې ډېر نور موضوعګانې هم شته چې د پان اسلامیزم د نړیوال غورځنګ بنسټیزه برخه وه.