د الوبخارا طبي ګټې

ژباړه: ډاکټر مجتبی عزیزیار

تازه مېوه خپل بېل خوند او رنګ لري، خو ډېرې ګټې لري. د جام جم ورځپاڼه چې کار کوونکو یې د وچې مېوې په  الوبخارا د هاضمې د سيستم لپاره ګټور دي او په زیاته کچه مغذي مواد لري چې د هډوکو په پیاوړتیا کې مهمه ونډه درلودلی شي.

که څه هم چې وچې مېوې خپلې اوبه له لاسه ورکړې وي، د بېلګې په توګه ممیز، د زردالو کښته او الوبخارا خو بیا یې هم ډېری مغذي مواد تر پوست لاندې ذخیره شوي پاتې وي.

اوس څېړنو ښودلې، الوبخارا چې وچ شوي الو دي، په زیاته کچه انتي اکسیدان لري. دوی په الوبخارا کې شته انتي اکسیدان د (بلوبري) له انتي اکسیدانو سره پرتله کوي او وایي چې په دې دواړو کې په یوه اندازه شتون لري.

(بلوبري) له فیبرو او په سوربیتول له لړل شوو کاربوهایدريتونه څخه مالا مال مېوه ده. دغه راز الوبخارا د بدن اسکلټي سيستم تقویه کوي او د هډوکو مړې شوې هجرې بېرته را ژوندۍ کوي. د هډوکو روغتیا تر هر څه اړینه ده، خو که ورته پاملرنه ونه شي د هډوکو د ماتېدو او پوده کېدو لامل ګرځي.

نباتي پروتینونه او هغه خواړه چې کلسیم لري، د هډوکو د ساتنې لپاره اړین دي، خو معدني مواد، مګنیزیم، پوتاشیم او اوسپنه هم د هډوکو لپاره د اهمیت وړ دي.

الوبخارا د دې ټولو سرچینه بلل کېږي؛ د معدني موادو د شتون کچه په کې تر بلې هرې مېوې او سبزۍ زیاته ده او کولی شي چي په هډوکو کې د معدني موادو حجم زیات کړي.

په الوبخارا کې د ويټامین سي شتون د دې لامل کېږي چې له نورو خوراکي توکو څخه بدن په اسانۍ سره اوسپنه جذب کړي. هغه فیبر چې په الوبخارا کې دي، کولی شي چي په وینه کې د کلسټرولو اندازه کنټرول کړي او د بدن د سلامتۍ لامل وګرځي.