د انسان له تګه د هغه مزاج معلومېدای شي

ژباړه: هدایت الله همیم

استاد ویلسن په دې باور دی چې دغه نوې آله شاید د ډاکټرانو له خوا د یوه انسان د ناروغه کېدو د نېټې معلومولو لپاره وکارول شي.

هغه لاره چې تاسې پرې روان یاست، کېدای شي چې ستاسې مزاج، روغتیا و ان ستاسې د دروغ ویلو کچه یې په مټ معلومه شي.

د برتانیا په سوانسي پوهنتون کې پوهان دې پایلې ته ورسېدل چې د یوه انسان پر پښو له تلو څخه د هغه د دروغو او ریښتیا ویلو او ان د هغه د احساساتو کچه معلومېدای شي.

پوهان په دې ګمان دي چې شاید د هغه له تګ څخه د هغه روغتیا هم معلومه شي.

د سوانسي پوهنتون د ژوندیو ژوو د څانګې مشر استاد روري ویلسن یو داسې سیستم جوړ کړی چې په یوه ثانیه کې د انسان شاوخوا سل حرکتونه او خوځښتونه ثبتوي.

تړونی

دغه تړونی (بند) پر پښه یا ښنګري پورې تړل کېږي او د انسان حرکتونه ثبتوي.

استاد ویلسن دغه مشهوره آله په لومړي سر کې پر یوه مرغه پورې وتړله خو بیا وروسته یې پر نورو ژوو او ان انسانانو هم تجربه کړه.

دی وايي:”په دې آلې سره موږ وکولای شو چې د انسان مزاج، ذهني حالت او ان حرکتونه معلوم کړو. ”

د ویلو ده چې د دروغو د معلومولو اوسنۍ طریقې تر ډېره د زړه پر حرکتونو، خولو او ذهني فعالیت تکیه کوي.

همدارنګه د اندېښنې پرمهال د وینې د هرمونونو په کچه کې بدلونونه کېدای شي دروغ معلوم کړي.

استاد ویلسن په دې باور دی چې دغه نوې آله شاید د ډاکټرانو له خوا د یوه انسان د ناروغه کېدو د نېټې معلومولو لپاره وکارول شي.