پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د انسان په ژوند کې د کمپیوټر زیاتېدونکی رول

ایا پوهېږئ چې کمپیوټر د انسان په اوسني ژوند کې څومره مهم رول لوبوي؟

نژدې دوه میاشتې پخوا (سپټمبر۲۸) په کمپیوټري سیستم کې د یوې وړې ستونزې له کبله د نړۍ په ګڼو مهمو هوايي ډګرونو کې د الوتکو د الوتنو په پروګرامونو کې ستونزې پېښې شوې.

بالاخره څرګنده شوه چې د (Amadeus) کمپنۍ کمپیوټري پروګرام، چې بریټش اییروېز، ایرفرانس، لوفتینزا او نور ستر هوايی شرکتونه یې په خپلو کمپیوټرونو کې کاروي، د هوايي شرکتونو د پروازمونو د خرابېدو سبب و.

کله چې امادیوس پروګرام ناببره له ستونزو سره مخامخ شو، په هوايي شرکتونو کې د مسافرو د کنټرول پروګرام پرچاو شو او په نتیجه کې یې د نړۍ په سترو هوايي ډګرونو کې د سپرلیو د انتظار اوږده کتارونه ودرېدل.

د لندن په هیترو، ګېټویک، د جرمني په فرانکفورت، د پاریس په شارل دوګول، د واشنګټن په ډلاس، د سینګاپور په چانګي، د جنوبي افریقا په جهانسبرګ او د نیوزیلنډ په میلبرن کې تر ټولو زیات خلک سرګردانه شول.

دا یوازې هوايی ډګرونه او د الوتکو د الوتنو پروګرامونه نه دي چې له کمپیوټر او کمپیوټري سیستمونه سره اړه لري، د نړۍ د اکثرو هیوادونو د برښنا سیستمونو، بانکونه، دولتي چارې، د رېلګاډو، تر مځکې لاندې رېلګاډو تګ راتګ او ګڼې نورې چارې له کمپیوټري سیستمونو سره تړلي دي.