د انګېزې د ښه والي لپاره اووه علمي او ثابت شوي عادتونه

د قهوې څکل ښایي د تازه اوسېدو له پاره د ټولې ورځې په اوږدو کې یو ښه نظر وي، خو په هغې کې شته کافیین به د اړخیزو ( جانبي) عوارضو سبب وګرځي او زیانمن به وي

د کاري شور او هیجان د ساتلو له پاره، د دنننۍ انګېزې ښه والي ته اړتیا لرئ . له نېکمرغه علم ستاسو له بدني زېرمو څخه د ګټه اخیستنې او له هغو څخه د ساتنې له پاره د حل لارې وړاندې کړي دي، ترڅو وکولای شئ، خپله ورځنۍ انګېزه ښه کړئ .

بدلون را منځته کړئ :

که چېرې خپله سوداګري مو په نړۍ کې د یوه بدلون د رامنځته کېدو په هیله پیل کړې وي، نو خپله سطحه پورته وساتئ او په خپل ځان کې دا عادت را منځته کړئ، چې د پرمختګ له پاره کافي انګېزه ولرئ .

د امریکا د مشیګن په پوهنتون کې د څېړنو پایلو څرګنده کړې، هغه مهال چې د مخابراتو کارکوونکي په دې هڅه کې وو، ترڅو د مالي مرستو د راټولو کچه لوړه کړي، له هغو محصلینو سره د انګېزه لرونکو خبرو اترو وروسته، چې یوازې د څو دقیقو په لړ کې له مالي حامیانو څخه برخمن شوي وو، وکولای شول، ترڅو دا کچه اویا سلنه زیاته کړي .

په هغه صورت کې، چې د خپلې دندې په وسیله د رامنځته شوي توپیر له کچې څخه خبرنه یاستئ، نو د ورته کار ترسره کول په پام کې ونیسئ . دې موخې ته د رسېدو له پاره، له خپلو مشتریانو سره خبرې وکړئ، چې د ستاسو له محصولاتو څخه هرکلی وکړي. که چېرې اوسنۍ هڅې مو مثبتې اغېزې نه لرلې، نو باید پوه شئ، چې د دندې د بدلون او یا هم د نوي کاروبار د پیل له پاره هېڅکله ناوخته نه ده .

ځانته ډالۍ ورکړئ :

   ښایي په دې ټکي باندې له پوهېدو څخه حیران شئ، خو باید پوه شئ، هغو علمي څېړنو ته په پام سره، کوم کار چې ترسره کوو، اویا سلنه یې، د هغې انګېزې پایله ده، چې د مکافاتو په وسیله را منځته کېږي، نو ولې خلک په اوونیزه او یا ورځنۍ توګه د ځان له پاره له مکافاتو څخه ډډه وکړي . سره له دې، چې موږ ټول له یوې سترموخې سره، لکه : بریا او یا د درجې لوړېدلو له پاره د اوسني فعالیت د پرمخ بیولو په حال کې یو، خو باید پوه شو، چې هغو ته رسېدل ځانګړې لوړې او ژورې لري او کابو له ذهن څخه لرې دي .

هېڅ بریا کوچنۍ نه ده :

خپلې موخې په کوچنیو مقصدونو ووېشئ، ترڅو وکولای شئ، هغو ته لاسرسی پیدا کړئ او هغوی په دې تګلوري کې بررسي کړئ .

کله چې په کار کې بریا ته رسېږئ، نو ستاسو ذهن یې معلومات د اوږدې مودې له پاره ساتي او دا شونتیا را منځته کوي، ترڅو په غوره بڼه د خپلو موخو ټولګه بشپړه کړئ . دوپامین ( په مغز کې کېمیاوي ماده ) په هرځل بریا سره ترشح کېږي او د دې سبب ګرځي، چې ښه احساس ته ورسېږو او له کوم کار څخه چې ترسره کړی مو دی خوند واخلو، په دې اساس کله چې غواړو د بل مقصد په لور حرکت پیل کړو، یو ځل بیا دا احساس په موږ کې د حرکت له پاره انګېزه را منځته کوي .

خپلې بټرۍ چارچ کړئ :

آیا دې احساس ته رسېدلي یاستئ، چې د خاموشئ او مړاوېتوب په حال کې یاستئ ؟ که داسې وي، نو هرڅومره ژر چې کېدلای شي، نو له منځه یې یوسئ . ښایي د دې مورد ویل بې تړاوه ترسترګو شي، خو ثابته شوې، چې د خوږو او سړو مېوو اوبه څکل د انګېزې له ډېرښت سره مرسته کوي . ډاکټر Travis Bradberry په خپله مقاله کې وړاندیز کوي، چې کابو له پنځوس دقیقه ایز کاري فعالیت وروسته، د پنځلس دقیقو له پاره استراحت وکړئ .

خپل ځان دوکه کړئ :

واقعیت دا دی، چې تاسو نوو او توپیري عادتونو ته د رسېدلو له پاره، د دې وړتیا لرئ، چې خپل مغز دوکه کړئ ( وې روزۍ) او کولای شئ د یوه مثبت ټکي په توګه یې خپل ژوند ته ورزیات کړئ .

د بېلګې په توګه : ځانته ووایئ، چې غواړم د لا زیاتې انګېزې د تر لاسه کولو له پاره، له خوبه ژر را ویښ شم . د دې موخې له پاره د تېر په پرتله دوه ساعته مخکې را ویښ شئ او د دوه ساعته خواږه خوب د له لاسه ورکولو پرځای په دې اړه فکر وکړئ، چې هره ورځ کولای شئ، دوه ساعته ډېر ژوند وکړئ او کافي وخت ولرئ . پایله به دا شي، چې د اوونۍ په آخر کې د خپلو پروګروامونو طرحې ته مو یوه بشپړه ورځ ور زیاته کړې ده .

روغ ژوند وکړئ :

په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې ترسره شوو څېړنو ته په پام سره، څرګنده شوې، انګېزه لرونکی لامل، چې د کارمندانو د فعالیت د ښه کېدو سبب ګرځي، د هغوی روغتیا ده .

کافي آرام او تازه اوسېدل، په غوره بڼه د انګېزې د روحیې ساتلو له پاره اړین دي . د سبزیو ورځني لګښت او د هغو له اغېزې سره سره، باید پوه شئ، چې ورزش کولای شي د مغز له پاره د ګټورو کېمیاوي موادو د ترشح سبب شي او له تاسو سره مرسته وکړي، ترڅو د ورځې په اوږدو کې له ښې روحیې سره فعالیت وکړئ .

خپل میراث مشخص کړئ :

استیو جابز په دې باور و، چې باید هره ورځ هیندارې ته وګورئ او دا پوښتنه له ځانه وپوښتئ :

که چېرې نن زما د ژوند وروستۍ ورځ وي، نو د کوم کار ترسره کولو ته چمتو یم ؟ غواړم چې نن یې ترسره کړم !

دا مورد ښایي لږ ناروغي ډوله ترسترګو شي، خو په دې باندې پوهېدل، چې ستاسو وخت او عمر محدود دی، کولای شي فوق العاده انګېزه را منځته کړي . د سټمفورډ پوهنتون په وسیله ترسره شوې څېړنې ښیي، هغه کسان چې له ځانه پخوانی انځور لري، کولای شي، چې خپله انګېزه پورته بوځي او له دندې څخه د لرې کېدو مهال له پاره زیاتې لاسته راوړنې ولري .

په ډېر احتمال سره تاسو نه شئ کولای، چې د تېرې ورځې په څېر ژوند وکړئ، خو د دنننۍ انګېزې د ساتلو له پاره ځان عادت کړئ، ترڅو په راتلونکې کې د خپلو سترو ارمانونو په لور په حرکت کې واوسئ .