د اولاد په روزنه کې د ميندو او پلرونو ونډه

ژباړه : حمیدالله حمیدي

له ګڼو خلکو مې اورېدلي چې وایي، اولاد په زړه خوږ په خوله تریخ. خو زما په اند دا خبره په هېڅ ډول منطق برابره نه ده. مینه هغه ده چې اظهار شي. پټه مینه یوه اړخیزه پاتې کېږي او هېڅکله سړی کومې پایلې ته نه شي رسولی. که ميندې او پلرونو له خپلو اولادونو سره مینه ونه کړي، د دوی په ژوند به یې خپل اولادونه یتمان کړي وي. (د ژباړن خبرې)

کېدای شي په اوسنۍ ماډرنه نړۍ کې لا هم ډېر کسان په دې اند وي، چې د اولاد روزنه یوازې د مور پر غاړه ده او پلار مجبور دی چې کورني لګښتونه پر غاړه واخلي او پوره یې کړي. خو څېړنو ثابته کړې چې د اولادونو په روزنه کې د پلار ونډه داسې څه نه ده چې له پامه وغورځول شي. په دې مطلب کې د اولاد په روزنه کې د مور او پلار پر ونډې بحث کوو.

د اروا پوهانو د څېړنو له مخې، د اولاد روزلو درې بېلا بېلې لارې شتون لري چې په لاندې ډول دي:

۱- په لومړۍ ډله کې هغه میندې او پلرونه راځي، چې له خپلو ماشومانو سره په کمه اندازه مینه کوي، خو برعکس ډېر یې تر څار لاندې نیولي وي، ورځنۍ چارې یې څاري او تنبېه کوي یې.

۲- په دویمه ډله کې هغه والدین راځي، چې په دواړو برخو کې یې توازن ساتلی وي، مانا دا چې هم د خپلو اولادونو ورځنۍ چاري څاري، هم مینه ورکوي او زړونه یې ساتي.

۳- په درېیمه ډله کې بیا هغه میندې او پلرونه راځي، چې تر ډېره یې خپل ماشومان نازولي اموخته کړي وي، ورځنۍ چارې یې نه څاري، روزنې ته یې پاملرنه نه کوي، خو برعکس یې په مینه کې دومره افراط کړی وي چې له سره یې پر اولادونو خبره اثر نه کوي، چې دغه ډول کړنې د ماشوم راتلونکې له ګواښ سره مخ کولی شي.

څه ډول، چې ټولو ته جوته ده، پلار او مور دواړه د اولاد په سالمه روزنه کې مهم رول لري. میندې تر ډېره د خپل ماشوم د خوراک او څښاک په برخه کې بوختې وي، خو پلار بیا خپلې کورنۍ ته په روزۍ پیدا کولو بوخت وي او کله چې کور ته ځي خپل ډېر وخت له اولادونو سره ساعتېرۍ او لوبو ته ورکوي. څېړنو ثابته کړې ده، چې ماشوم ډېر پر دې خوشاله وي، چې له خپلو پلرونو سره لوبې وکړي او هاخوا دېخوا ورسره وګرځي، خو کله چې خپه او غمګین وي، نو بیا خپلې مور ته پناه وروړي. په دې وروستیو کې یوې څېړنې په ګوته کړې ده چې ۹۵ سلنه ځوانان هغه که نارینه وي او یا هم ښځینه، تر ډېره هڅه کوي چې د خپلو بریالیو همزولو په څېر وي، خو که له هغوی وپوښتل شي چې غواړي په راتلونکې کې څه وي، خپل مور او پلار یې د ځان لپاره الګو یا مخ بېلګه ټاکلي وي چې دغه څه د اولاد او والدینو تر منځ نه جلا کېدونکې اړیکه په ګوته کوي.

پلار څه ډول کولی شي د خپلو اولادونو پام ځان ته واړوي؟

پلار ته پکار ده، چې له زوی او لور سره د مینې توپیر ونه کړي. څه چې د خپل زوی لپاره خوښوي، لور ته یې هم باید خوښ کړي. په کومه کچه چې له زوی سره مینه کوي، لور ته یې هم باید هغه ډول مینه ورکړي. زموږ په سنتي ټولنه کې هغه اولادونه چې له ۱۶ کلنۍ پورته شي، تر ډېره یې د راز او نیاز کس خپله مور وي. دوی په پوره ډاډ او زړورتیا سره خپل رازونه له مور سره شریکوي او دوی له خپلو میندو سره پر هغه څه خبرې کوي، چې له پلار سره یې نه شي کولی. خو که له اولادونو سره څه ډول چې لازمه ده هسې چلند وشي او له ماشومتوب څخه تر ځوانۍ پورې ور سره یو ډول مینه وشي، کېدای شي مور او پلار دواړه اولاد ته د یوه نږدې ملګري په څېر اوسي او راز و نیاز ور سره وکړي.

کله چې اولادونه له خپل پلار سره د مینې د اظهارولو لپاره په کوم کار لاس پورې کوي، پلار اړ دی چې مناسب ځواب ورته ولري، تر څو یې د خپل اولاد زړه لاس ته راوړی وي. د کلماتو رول هم ډېر مهم دی. ځینې پلرونه نه غواړي خپله مینه او احساسات له خپل اولاد په تېره له زامنو سره شریک کړي چې دا خپله د زوی او پلار تر منځ کرکې ته لمن وهي او د وخت په تېرېدو سره زیاتوالی مومي.

کله، چې اولادونه لویېږي، بیا نو په اسانۍ سره نه شي کولی خپله مینه پلار ته ښکاره کړي، خو کولی شي له اوسنیو امکاناتو ګټه واخلي، د بېلګې په توګه خپل پلار ته د ایمېل له لارې داسې یوه سندره واستوي چې پکې د پلار ستاینه شوې وي او په یو ډول خپله مینه ورته ثابته کړي. په دغه واړه څېز هم ستاسو پلرونه له کچې زیات خوشالېږي. کېدای شي تاسو ته دغه څه ارزښت ونه لري، خو پلرونو ته ډېر ارزښت لري.

د مېړه او مېرمنې اړیکه او پر اولادونو یې اغېز:

څومره چې د مېړه او خاوند تر منځ اړیکه سمه وي، په هماغه کچه پر اولادونو هم مثبت اغېز کوي او روښانه راتلونکې به ولري. دا سمه ده چې د مېړه او مېرمنې تر منځ کله ناکله لفظي شخړې او د نظر اختلاف پیدا کېږي، خو دا بیا د دوی تر پوهې پورې اړه لري چې څه ډول د خپلو اولادونو په مخ کې ادب مراعات کړي. همدا ده چې اولادونه زده کوي چې څه ډول په راتلونکې کې په مخ کې پرتې ستونزې حل کړي او له ورځنیو چارو سره جوړ جاړی وکړي.

دغه ډول څومره چې د خاوند او مېرمنې تر منځ اړیکې خرابې وي په هماغه کچه پر اولادونو منفي اغېز کوي او راتلونکې یې روښانه نه لیدل کېږي. د پلار عمر هم له اولادونو سره د مینې، لوبو او روزنې په برخه کې توپیر کوي. تر ډېره هغه پلرونه چې لا یې د ځوانۍ باغ تازه وي، خپلو اولادونو ته رسېدلی شي او مینه ور سره کوي، ورځنۍ چارې یې څاري او له خپلو اولادونو څخه وخت پر وخت ځان خبروي، خو کله چې د پلار عمر پخېږي او د اولادونو شمېر یې زیاتېږي، بیا یې دومره د زړه زور نه وي. اولادونه هم تر ډېره په دې وخت کې زړه نه ښه کوي چې پلار یې د ځوانۍ چمونه ورته وکړي.