د ایران ولسمشریزې ټاکنې بیا حسن روحاني وگټلې

که څه هم د ایران د ټاکنو رسمي پایلې نه دي اعلان شوې؛ خو د ایران ټلویزیون اعلان وکړ، چې برحاله ولسمشر حسن روحاني بیا ولسمشر شوی او نږدې اوه پنځوس سلنه رایې یې تر لاسه کړې دي.
په ولسمشریزو ټاکنو کې له حسن روحاني سره ابراهیم رییسي مخکښ نوماند و، چې تر روحاني یې نهه میلونه لږې رایې خپلې کړې دي.
په هغو شمېرو کې چې ایراني رسنۍ یې خپروي حسن روحاني تر دوه ویشت میلیونه زیاتې رایې خپلې کړې او سیال یې شاوخوا دوولس میلونه رایې گټلې دي؛ خو دا شمېرې نهايي نه دي او لا هم څو میلیونه نورې رایې د شمېرو په حال کې دي.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې فیدریکا موگریني او ځينو ایراني سیاستوالو حسن روحاني ته له وړاندې مبارکي ویلې ده.
په دغه ټاکنو کې چې تېره ورځ وشوې، ټول ټال تر څلویښت میلیونه زیاتو ایرانیانو رایې کارولې دي، چې تر اته دیرش میلونه زیاتې رایې یې سمې ښودل شوې دي.