پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د ایچ پي کمپنۍ درې کونجه کمپیوټر

د ایفا د الیکترونیکي وسایلو په کالني نندارتون کې سږ کال ډېر نوي اختراع شوی وسایل نندارې ته وړاندې شول.

په نویو او په عین حال کې عجیبو وسایلو کې د ایچ پي کمپنۍ درې کونجه کمپیوټر او د کمپنۍ هیډفون یادولی شو.

په دې نندارتون کې، چې له ۱۹۳۹ م کال راهیسي هر کال جوړېږي، تر ټولو غوره هیډفونونه، تبلېټونه، شخصي کمپیوټرونه، تلویزینونه او نور الیکترونیک وسایل نندارې ته اېښودل کېږي.

د ایچ پي شرکت درې کونجه کمپیوټر، چې پروسیسر یې د انټیل کمپنۍ دی، د بدن د کلیسترول او د عضلو سایز اندازه کوي.

دا کمپیوټر، چې (Pavilion Wave) نومېږي او وینډوز ۱۰ پکې کارول شوې، د کور په هر ځای کې اېښودلی شو.

داخلي حافظه یا میموري یې ۲۰ تري بایټه ده او له (AMD) کرافیک کارت څخه پکې کار اخیستل کېدای شي.

ټاکل شوې ده چې دا کمپیوټر د راتلونکې شنبې په ورځ (د روان سپټمبر په ۲۳ مه) بازار ته وړاندې شي.