پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د بالیووډ اداکاره د خپل یو مینوال واده ته ورځي

د هندي سینما اداکار ټاپسي پانو د خپل یو مینوال په وداه کې د ګډون پریکړه کړې.

د رنینګ شادي فلم دې اداکارې رسنیو ته ویلي، چې خپل یو مینوال يې دې ته د هغه په واده کې چې راتلونکې میاشت کې ترسره کیږي، د ګډون بلنه ورکړې او دې هم د هغه واده ته د ورتګ تیاری ښودلی دی.

د هغې د مینوال نوم او ځای ځایګی نه دې ښودل شوی، خو ټاپسي وايي، چې له څه مودې راهیسې دې سره په ایمیل او فیسبوک خبرې اترې هم شوي دي.

د ټاپسي په وینا، چې هغه یو مهربانه او قدرمن انسان دی. د هغه په واده کې د ګډون بلنه نه شي ردولای.