د بدن د حجرو د ترمیم لپاره چیپونه جوړ شول

د امریکا د اوهایو پوهنتون څېړونکو داسې کوچیني چیپونه (Chips) جوړ کړي چې په بدن کې دننه د درملنې لپاره ناروغه حجره ترمیمولی شي.

د دوی له لوري جوړ شوي کوچیني یا نانو چیپونه په داسې ډول جوړ شوي چې دوې (۲) برخې لري. لومړۍ برخه یې د نانو تکنالوژۍ پر بنسټ ولاړه ده چې د انسان په بدن کې دننه بالغو حجرو ته مواد وړي او دوهمه برخه پخپله مواد پر یو بل د حجرو د بدلېدو لپاره یو ځانګړی ژوندی محصول دی.

دا نانو چیپونه پېچلیو او ستونزمنو لابراتواري چارو ته اړتیا نه لري او د اړتیا په وخت ورڅخه په اسانه کار اخیستل کېدای شي.

دا محصول په اسانه په یوه الیکتریکي چارج د ناروغ انسان په بدن کې خوشي کېږي.

څېړونکو په موږکانو او خوکانو دا عملیه وازمویله او د هغوی د پوستکو زیانمن شوې حجرې یې، چې وینه سمه نه وررسېده، په سالمو حجرو بدلې کړې.