د بې انصافه ښځې عجیبه قیصه

ژباړه: قدرت الله«تنها»

یو سړی چې په بل ښار کې له خپلو ماشومانو سره اوسېده، یوه ورځ خپلې ښځې ته وویل: که ستا خوښه وي سبا غرمې ډوډۍ ته مې خپله کورنۍ را دعوت کړم؟

ښځې ور سره ومنله، او سړي هم د ښځې ترمخه هغوی ته د سبا غرمې ډوډۍ لپاره  په تلیفون دعوت ورکړ، بیا یې ښځې ته وویل، چې ښه خواړه تیار کړي او که څه سودا ضرورت وي چې له بازار نه یې ورته حاضره کړي؛ خو ښځې ورته په ډیرې بې پرواهۍ وویل: چې بیغمه شه الله به خیر کړي.

شپه تیره شوه، خو ښځې هېڅ  تیاری نه ؤ پيل کړی، سبا سهار ته چې کله سړی خپل دفتر ته روانېده یوځل بیا ېي ښځې ته وویل: نن غرمه دې هیره نه شي،چې زما مور، پلار او ورونه راځي، ښه خواړه او لوازم ورته تیار کړه، ځکه ډیره موده پس او له لرې ځایه راځي!  ښځې ورته ویل چې بېغمه شه، الله به خیر کړي.

په دې ورځ سړی له خپل دفتر څخه لږ مخکې کورته راستون شو، یوولس نیمې۱۱:۳۰ بجې د غرمې به وې، چې له خپلې ښځې یې درېیم ځل وپوښتل، کوم خواړه دې تیار کړي او څه کمی خو به نه وي؟

ښځې ورته ډیر مایوسه کوونکی ځواب داسې ورکړ: « تازه خواړه مې نه دي پاخه کړي، ځکه چې مور او پلار دې څه پردي خلک خو نه دي، بیګانی کتغ پاته دی، هماغه به بس شي.»

سړی ددې ځواب په اورېدو سخت په قهر شو، ښځې ته یې وویل: چې له وسه دې پوره نه وه، پرون به دې راته ویلي ؤ چې نه مې راغوښتل، یا کم له کمه له ځانه سره مې تیار خواړه راوړي وه؛ خو ښځې په هماغه پخواني بې پروا حالت کې خاوند ته وویل: چې اوس هم څه بده خبره نه ده، هغوی ته زنګ ووهه، چې نه راځي، څه بهانه ورته وکوه چې زه کور کې نه یم!

سړی په داسې حال کې چې  ایله نیم ساعت یې د میلمنو راتګ ته پاتې وه، په ډیر غوسه ناک حالت کې له کوره ووتلو.

نیم ساعت پس چې کله میلمانه راورسېدل او د کورټالۍ یې ووهله، د سړي ماشومې لور دروازه خلاصه کړه، ښځه هکه پکه حیرانه شوه، ګوري چې د سړي مور او پلار نه بلکې د ښځې مور او پلار له خپلې ټولې کورنۍ سره را ننوتل.

ښځې په وارخطایۍ خپل مور پلار سره تر روغبړ وروسته هغوی ته وویل: پلارجانه خیرت خو به وي، چې مخکې له خبرولو ټول راغلي یاست؟ اندېښنه مې شوه.

پلار یې ورته وویل: خیریت دی، خو ستا خاوند پرون راته په تیلیفون دعوت راکړ او مونږ راغلو.

له ښځې څخه وارپار خطا شو، سمدستي یې خپل خاوند ته زنګ ووهلو

ښځه: سلام علیکم

خاوند: وعلیکم السلام

ښځه: چیرته یې؟

خاوند: زه ډیر لرې ولاړم، له شرمه میلمنو ته کتلی نه شم

ښځه: تاخو ماته ویلي نه ؤ، چې زما مور او پلار راځي، کور کې هیڅ د خوراک سامان نشته، لږ په منډه راشه، او تیار خواړه درسره راوړه چې هغوی ټول کور راغلی.

خاوند: ماته زما او ستا د کورنۍ توپیر نشته، هغوی هم پردي نه دي، چې څه تیار هغه یې یار، تاچې زما په کورنۍ کوم خواړه لورول همغه دې په خپلې کورنۍ هم وخوره.

نور یې تلیفون بند کړ.

زمونږ تاسو زیاتره کورنۍ د همدې توپيري چلن په وجه د تباهۍ لورته روانې وي.

ځینې ناپوهه ښځې کوشش کوي چې د خاوند په کور کې خپله پلارګنۍ او خیلان زیات ونازوي، خو د خپل خاوند کورنۍ او خیلانو ته بیا مناسبه توجه نه کوي، او ځینې ناپوهه سړي هم بیا ورته کارونه ترسره کوي، چې پایله کې کورنی ګډ ژوند په رقابتي شرکت بدل شي او دومره اختلافات او بې باروي رامنځ ته شي، چې بیا یې حل کول او د اعتماد فضاء برابرول ډیر ستونزمن وي.

نو ښه خبره داده چې ښځه او خاوند تر خپل منځه د همکارۍ فضاء کې سره ګډ ژوند وکړي، ښځه د خاوند د کورنۍ عزت وساتي او خاوند د ښځې مور او پلار ته له ښکنځلو ډډه وکړي، نو انشاء الله چې ښه ژوند او خوشحاله کورنۍ به ولري.

الله تعالی دې مونږ تاسو ټولو ته د ژوند ښه ملګري او خوشحاله کورنی ژوند را په نصیب کړي. آمین