د تانسلونو میکروبي کېدل

د طب عالی تکنالوجست وصیل بصیری اوریاخیل –

تانسلونه د انسان د ستوني په دواړو خواوو کې هغه دوه غدې دي چې ستوني له ناروغيو په امن کې ساتي، خوکله ناکله په بدن کې د زهري موادو د شتون له کبله تانسلونه میکروبي کېږي او پړسوب پيدا کوي.

له دې ناروغۍ څخه ماشومان ډېر ځورېږي. که چېرې څوک په يوه کال کې اته ځلې يا له دې زيات د ستوني په درد اخته شي، د تانسلونو د پړسوب او ميکروبي کېدو نښه ګڼل کېږي.

دوه لاملونه په ماشومانو کې د تانسلونو د پړسوب سبب کېږي، لومړی هغه عوامل چې دې ناروغۍ ته لار هواروي، لکه ککړه او سړه هوا او غير صحي خواړه.

دويم راز، راز ميکروبونه او وراثت هم د تانسلونو د پړسوب سبب کيدای شي. د دې ترڅنګ په يوه خونه کې دډېرو کسانو ويده کېدل او د بندې هوا ډېر تنفس کول هم د دې ناروغۍ د پيدا کېدو لاملونه دي.

نښې نښانې:

د توني پرله پسې دردونه، سخته تبه، د ځان دردپه ځانګړې توګه د پښودردونه، دل بدي، د غوږونو درد، د مفصلونو دوامدار درد، د وزن کموالی اوستړيا ددې ناروغۍ له نښو شمېرل کېږي. هغه کسان، چې تانسلونه يې پړسېدلي او ميکروبي شوي دي، هر دوه ساعته وروسته دې دڅو ورځو له پاره دتازه مېوې اوبه اود ترکارۍ سوپ وخوري.

دې کسانو ته ښايي چې له مرچو، زياتې مالګې ، غوړيو، غوښې، بورې، ماهيانو، اچار او چای څخه پرهېز وکړي. که چېرې ددې ناروغۍ درملنه ونه شي، د ګردو دسخت درد، روماتيزم او د زړه په ناروغۍ داخته کېدو او ماشوم دمړينې له ګواښ سره مخ کيدا شي. که چېرې کورنۍ دخپلو ماشومانو نظافت ته پاملرنه وکړي؛ په ککړه هواکې يې لوبوته پرې نږدي؛ ويټامين او کلسيم لرونکي خواړه ورته برابر کړي تر ډېره بريده به يې د تانسلونو له ناروغۍ خپل ماشوم ساتلی وي.