پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د خوشاله ژوند ۷ رازونه

پرته له شکه، چې موږ ټول غواړو چې خوښ او ارام ژوند ولرو. غواړو تر نورو ډیر خوشاله او اسوده اووسو؛ خو ورځني فشارونه، ستونزې او زیات کار له موږ څخه خوښښۍ تروړي.

دلته موږ تاسې ته ۷ داسې اسانه فعالیتونه درپه ګوته کوو، چې په روزمره ترسره کولو سره به يې تاسې خپلې ورکې خوښښۍ یو ځل بیا ومومئ او ژوند به مو خوشاله تیر کړئ.

۱ـ ځان سره مثبتې خبرې وکړئ.

تاسې ته به وايئ، چې لیونۍ خو نه یم، چې له ځان سره خبرې وکړم! نه داسې نه ده. موږ او تاسې ټول په یو ډول نه یو ډول له خپل ځان سره خبرې کوو. ددې خبرو محتوا او ډول زموږ په ذهن، روان او ژوند باندې څرګند تاثیرات پریږدي.

په یاد ولرئ، چې ستاسې دښمن خو ستاسې د غوږنو ترمینځ نه اوسي. نو بیا څله منفي خبرې او منفي فکر مو ذهن ته راوړئ او خپله خوشالي پرې په لوی لاس وژنئ.

خپل ځان ته ښه دقیق غوږ شئ. ایا خبرې او فکر مو مثبت دی؟ خپلې ټولې خبرې او مکالمې په مثبتو ټکو واړوئ. اوریدلي به مو وي، چې وايي، یو خوشاله ذهن، خوشاله ژوند رامینځ ته کوي.

۲ـ خپلې وړې لاسته راوړنې مو وشمیرئ.

ښکاره ده، چې موږ ټول عمر خوشاله نه شو پاتی کیدای او نه به هم ټول عمر ګټونکي یو؛ ولې مهمه خبره داده، چې موږ خپلې ټولې وړې او سترې لاس ته راوړنې او نعمتونه وشمیرو او د هماغې لپاره خوشاله اووسو. یغنې ناهیلي ونه کړو؛ او څه چې په لاس کې لرو په اړه يې باید شکر وباسو.

۳ـ اړیکي مو غښتلې کړئ.

ټولنیزې اړیکې او له نورو سره ښه راشه درشه د خوشاله او صحتمند ژوند درلودلو لپاره اساسي راز دی.

د ملګرو او کورنۍ سره مو خوږې او پراخې اړیکې تاسې ته ځان د ارزښت لوړاحساس درکوي او تاسې د خوشالۍ په لوري رهبري کوي.

۴ـ استراحت او کار

د خوښ ژوند درلودلو لپاره باید موږ د خپلې روغتیا خیال هم وساتو. زموږ ذهن او وجود دواړه یو له بله سره تړلي دي. خپله وجود مو په فزیکي تمرین، صحي غذاوو او مناسب خوب سره صحتمند او ارام کړئ. سالمه روغتیا او سالم ذهن د خوشاله ژوند درلودلو لپاره اساسي ستن ګڼل کیږي.

۵ـ منندوۍ اوسئ.

په ننۍ نړۍ کې هر څوک تر ډیره حده مصروف دی. هر څوک په خپلو خولو کې ډوب دی. خو مه هیروئ، چې د یو چا په وړه او کوچنۍ مرسته هم ځان مه غلی کوئ؛ بلکې د هغوې د مننې او قدردانۍ لپاره وخت بیل کړئ او د هغوې مننه وکړئ. دا چاره نه یواځې دا چې هغوې خوشالوي، بلکې تاسې ته هم خوشالي دربښي.

۶ـ هره ورځ یو څه نوي زده کړئ.

ذهن مو خلاص ونیسئ. فکر وکړئ او هڅه وکړئ چې هره ورځ کم تر کمه یو نوی څیز زده کړئ. همیشه د نویو شیانو د زده کولو په هڅه کې اوسئ. پوښتنه کې غیب نشته. څومره پوښتنې چې لرئ، ويې کړئ. زده کړه له هر چا نه کیږي.

څومره چې تاسې زده کړه کوئ، هومره مو نورو ته د تدریس او لارښوونې ځواک زیاتیږي. په دې سره ستاسې فکر خلاصیږي، د خلکو سره مو اړیکې پیاوړې، چې به ورسره په ژوند کې راحت او خوشاله وئ.

۷ـ د ژوند مانا پیدا کړئ.

ژوند یواځې ډیرې پیسې او پرله پسې بریاوې نه دي. ژوند یو لوی نوم دی او تاسې ددې لوی نوم په اصلي مانا ځان پوه کړئ.

ځان ته واضح او سترې موخې وټاکئ. د ژوند اصلي خوښښي په خپلو اهدافو پسې منډې تړلې وهل دي.

ژوند کې به مو ډیر داسې حالتونه راشي، چې کنټرولول به يې ګران وي. خو په یاد ولرئ، چې ددې پروته سپارښتنو روزمره تکرار به تاسې سره د ژوند په ښایسته کولو کې مرسته وکړي.

خوښۍ چیرته بازار کې نه خرڅیږي؛ بلکې د انسان له داخل څه راووځي.