د خوشاله ګډ ژوند لپاره ۱۳ کاره مه کوئ

دلته موږ تاسې ته ۱۳ هغه کارونه در په ګوته کوو، چې میرمن او خاوند باید د ګډ خوشاله ژوند لپاره ترې ډډه وکړي.

۱- خوشاله ښځه او میړه د یو بل سره د مینې د څرګندولو لپاره ځانګړې موقع ته انتظار نه باسي. خپل ژوند شریکي ته د مینې د څرګندولو ښه موقع همدا شېبه ده. وخت تیریږي او ښايي کله ناکله دا ځانګړی فرصت چې خپل مقابل لورې ته ووايي ”مینه در سره لرم“ هیڅ برابر نه شي.

۲- خوشاله جوړې (میرمن او خاوند) د خپل تړاو او مینې په اړه په ټولنیزو ناستو ولاړو او ټولنیزې میډیا کې خبرې نه کوي. کله چې تاسو خوشاله یئ، بس به همدې شېبو کې و اوسئ پرته له دې چې د نورو په تایید پسې وګرځئ یا نورو ته وښيئ چې خوشاله یئ په همدې د خوښۍ شېبو کې و اوسئ او د خپلې رشتې پر لا پیاوړي کولو وخت ولګوئ.

۳- که غواړئ خوشاله شریک ژوند ولرئ نو کله چې مقابل لوری خبرې کوي، تاسو سترګې نه اړوئ.دې کې شک نه شته چې ډیر کله به داسې موقع راځي چې د ژوند د ملګري / ملګرې له یوې خبرې سره به موافق نه یئ یا به مو نه وي خوښه. خو دا ددې لپاره دلیل نه شي کیدای چې سترګې په داسې انداز واړئ چې کرکه ترې وڅاڅي. دا ډول چلن مقابل لورې ته د درنښت نشتوالی او نه زغم ښيي.

۴- خوشاله جوړې ( میرمن او خاوند )په هر څه کې حساب نه کوي. نه د یو بل سره د خپلو ښیګڼو حساب نیسي او نه د مقابل لورې د بدیو. بلکې د بل ښه یادوې، بد یې هیروي او د خپلو ښیګڼو ذکر هیڅ نه کوي.

۵- خوشاله جوړې ( میرمن او خاوند ) پر افسانوي کیسو باور نه لري. کیدای شي د هغې شهزادګۍ کیسه خوږه وي چې شهزاده پرې مین شو او پر اس یې له ځان سره یوړه. خو دا چې هغې شهزادګۍ ته بیا څه پېښ شول؟ ښايي خوږه نه وي. نو خوشاله ښځې او میړه په افسانوي کیسو کې نه اوسې بلکې په حقیقي ژوند کې اوسي. د ژوند واقیعتونو ته په پام له یو بل سره د مینې سپیڅلی تړاو پالي.

۶- د مینې اور مړ کیدو ته نه پریږدي. د ژوند منډې ترړې، ماشومان او عمر تیریدل ددې سبب کیږي چې د یوې جوړې ترمنځ مینه کمه یا هیڅ ورکه شي.

خو خوشاله جوړې ( میرمن او خاوند ) هیڅ کله په خپلو کې د عشق مړیني ته اجازه نه ورکوي. دوی له بوخت ژوند سره هره ورځ داسې ډیر فرصتونه تر لاسه کوي چې یو بل ته ووايي ” راته ګران / ګرانه یې “

۷- خپله رشته له نورو سره نه پرتله کوي. په دې نه غږیږي چې هغه نورې جوړې ( د دوی دوستان یا خپلوان ) تر دوی ښه دي. فلانۍ ښځه خپل خاوند ته ښه میرمن ده یا فلانی سړی خپل ښځې ته ښه خاوند دی.

د هر چا ترمنځ رشته خپلې ځانګړتیاوې لري او خوشاله جوړو ته تر خپلې جوړې او شریک ژوند بهتره جوړه په نظر نه ورځي.

۸- خوشاله جوړې ( میرمن او خاوند )ځان ډیر جدي نه نیسي. ژوند لنډ دی. نو ولې هره وړه خبره ډیره جدي واخلئ. په یاد لرئ چې خپلو کې ټوکې ټکالې هیڅ کله مه پریږدۍ، ښه ده چې کله ناکله یو بل وخندوئ.

۹- خپلو کې خوشاله جوړې د خوب کوټې ته په جګړه نه ځي. بلکې خپلې ټولې ستونزې د خوب له کوټې بهر هواروي. کنه ټوله شپه بې خوبي ستاسو د سبا پر اړیکو هم ناوړه اغیز کوي.

۱۰- د خپل ژوند شریکي سره سختي نه کوي. که تاسو یوه بده ورځ تېره کړې وي، او ټول زور یې د خپل ملګري/ ملګرې وباسۍ نو په لوی لاس خپل ژوند په زهرو لړئ . ښه داده چې ژوره ساه واخلۍ او له خپل ځان سره ستونزه هواره کړې نه دا چې پر کور شریکي سختي وکړئ.

۱۱- خوشاله جوړې د یو بل په رازونو پسې ډیر نه ګرځي، دې کې هیڅ شک نه شته چې واده تر ټولو نژدې رشته چې یو بل نه د پټولو څه نه وي. خو په همدې نژدې رشته کې هم ښه ده چې یو بل ته یو څه خپله ساحه ورکړل شوي وي او ځینې رازونه ځان سره وساتي.

۱۲- خوشاله جوړې پر دې باور نه لري چې ژوند شریکی دې یې هغه څه ولولي چې دده/ ددې په ذهن کې تیریږي. که مو ژوند شریکی یو ستر روان شناس نه وي، نو ښه ده چې خپلې تمې، غوښتنې او اړتیاوې ورته په خوله ووايي، دا ممکنه نه ده چې ستا د ژوند ملګری / ملګرې دې ستا د ذهن اټکل وکړي چې ته څه غواړې.

۱۳- خوشاله ښځه او میړه د یو بل ستاینه نه پریږدي، بلکې تل داسې فرصتونه ګورې چې د یو بل د څیرې، کار او کړنو ستاینه وکړي. دا کار مینه ژوندۍ ساتي او بې مینې ژوند ګران دی.

 

یادونه: پر یادو هغو سربیره سلګونه نورې سپارښتنې او اصول شته چې د یو خوشاله ژوند په جوړولو کې درسره مرسته کولی شي. ماته دم ګړۍ همدا په مخه راغلل.