پنجشنبه , 28 مارچ 2024

د خټکي روغتیایي ګټې

ژباړه : داکتر مجتبی عزیزیار

خټکي ته د حکمت په کتابچو کې کوکومېس مېلو (cucumis melo) نوم کارول کېږي

په خټکي کې شکر ، تانبه ، فاسفورس ، فولاد وټامن اى بي1 بي2 او وټامن سي موجود دي

خټکى له مزاجه يخ ده هغه څوك چې ګرمي يا جل وهلى وي خټکى بايد ډېر وخوري

هغه مېرمنې چې ماشوم ته شودې ورکوي ، د خټکي خوراک ورته ډېر ګټور ده

دخټکي زړي هم ډېر ګټور دي

جسماني ، او دماغي کمزوري لپاره د خټکي خوراک ضروري ده

دجګر سوزش لپاره ددي زېړي ناروغ لپاره ډېر ګټور ده

دګوردې د درد لپاره ؛ د خټکي پوست وچ کړۍ او بيا لس ګرامه په 2500ملي ليټره اوبو کې جوش کړۍ له چاڼ کولو پس دغه اوبه نيمې سحر نيمې ماښام وڅښئ د يوې هفتې تکرار سره به درد ختم شي او چرک يا خيرى به هم پاک شي

نوټ ؛ د خټکي خوراک له ډوډوۍ نه مخکې او سمدستي وروسته مه کوئ

د خټکي خوراک نه مخکې او سمدستي وروسته شودې هم مه څښئ