د خپل منځي شخړو یواځنی حل

حامد افغان

زما بندګانو ته ووایه چې پخپلو کې یوه بل ته تر ټولو ښې او خوږې خبرې کوئ، بې شکه شیطان ستاسو په منځ کې شخړې رامنځته کوي، وَقُلْ لِعِبَادِي يَقُولُوا الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ ۚ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنْزَغُ بَيْنَهُمْ ۚ . الإسراء 53.

شیطان د بنيادم دښمن دی، دی کوښښ کوي بنیادمان سپکو او پوچو خبرو ته وهڅوي، چې په پایله کې دوی د یوه بل ګریوانونو ته لاسونه وغځوي او شخړې رامنځته شي، د دې شخړو یواځنی حل او علاج قرانکریم په دې یوه جمله کې روښانه کړی دی: يَقُولُوا الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ، یعني زما بندګان دي پخپلو کې ښې او خوږې خبرې سره کوي، په دې صورت کې به شیطان شرمیدلی او ترټلی پاته وي.

د قرانکریم د دې مبارکې لارښوونې له اسلوب او چلند نه یوه بله مهمه نغوته معلومولی شو هغه دا چې هغه ښکنځلماران او پوچ خولي پساتیان چې خبرې او لیکنې یې له ښکنځلو او سپکو سپورو خبرو ډکې وي په حقیقت کې د شیطان لومې، د شیطان ځري او استازي دي او په ټولنو کې شیطاني شخړیېز کلتور ترویجوي، د دوی ترټل او له دوی مخ اړول د شیطاني سپکې ډلې ترټل او سپکول دي.

یو بل ځای قرانکریم فرمایي: وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْناً. البقرة الاية83. ژباړه او خلاصه: او خلکو ته ښې خبرې کوئ، یعني په ظاهر او باطن دواړو ښې خبرې، په ظاهره ښه خبر دا معنا چې الفاظ یې ښکلې وي نرمه او پسته خبره وي، او په باطن دا معنا چې د خیر او ګټې خبره وي عبث او د ضرر خبره نه وي. په دې ایت کې د (حُسْناً) ویی د حمزه او کسایي په قرات کې چې له اوو مشهورو قراتونو یو ده؛ داسي راغلی ده: حَسَنًا. یعني خلکو ته وایئ چې “ډیر ښه ” یا لکه “ډېره مننه ” .

په دې ایت کې د ښو خبرو د کولو په امر کې الله جل جلاله فرمایي: للِنَّاسِ، یعني خلکوته، او په خلکو کې ښه او بد انسان، ګناهګار اوښه کاره انسان، داراز مومن او کافر ټول راځي، او په هغه بل ایت کې په مطلقه توګه د ښو خبرو کولو امر شوی ده، او دا الهي امرونه دي، هر مومن باید خپلو خبرو او له خلکو سره د اړیکو په وخت خپلو ویناو ته دقیق او متوجه واوسي.

متاسفانه هغه امت چې همدا الهي امرونه او دا قراني مبارکې لارښوونې ورته راغلی ده په هغوی کې پریمانه داسې وګړي شتون لري چې خلکو ته ښې نه بدې خبرې کوي، خلکو ته په معمولي اړولې خبره سپکې سپورې او ښکنځلې کوي او د خپلو ژبو کنترول نه لري، لکه ومې ویل دا خلک د شیطان لومې او دا خلک د شیطان استازې دي، که غواړئ له شخړو پاکه ټولنه ولرئ شیطان او د شیطان ډله ورټئ، او پخپلو کې ښو، خوږو، پستو او نرمو خبرو ته مخه کړئ. او همدا لاره د خپل منځي شخړو یواځنی حل ده.