د خېټې غټېدو تر ټولو ستر لامل په ډاگه شو

د خېټې غټوالی هغه ستونزه چې د انسان ښایست له منځه وړلو سربېره د ځينو نورو ستونزو لامل هم گرځي او په اسانۍ سره کوچنی کېږي هم نه.

یوې نوې څېړنې ثابته کړې چې ساړه یا خواږه مشروبات چې خلک يي د ځانگړي خوند له امله ډېر خوښوي د نورو روغتیايي ستونزو سربېره د خېټې  د غټوالی لامل هم گرځي.

د دغې څېړنې په پایله کې څرگنده شوې له هغو خوړو وروسته چې زیاته اندازه پروتټن لري د ساړه یا خواږه مشروباتو څښل بدن کې د غوړ ذخیره کولو په ځانگړی ډول د خېټې د غټوالی لامل گرځي.

له دې وړاندې هم بې شمېره روغتیايي څېړنو د سړو مشروباتو وژونکي او حیرانونکي زیانونه ثابت کړي خو دا لومړی ځل دی چې دغه مشروبات د خېټې د غټوالی یو له تر ټولو سترو لاملونو شمېرل کېږي.

د څېړنې پر بنست دغو مشروباتو کې شته خواږه یا کالوري د خېټې اضافي وزن زیاتېدو سربېره د بدن د وړتیاو توازن هم له منځه وړي.

د امریکا هیومن نیوټرېشن څېړنیز مرکز له لوري په ترسره شوې څېړنې کې ویل شوې چې د دغو مشروباتو درېیمه برخه کالوري بدن نه شي سوځولای او د بدن د وازدې سوځوونکی میتابولېزم فعالیت اغېزمنوي.

د بدن وازدې سوځوونکی مېتابولېزم فعالیت کمېدلو په پایله کې بدن له خوړو څخه ترلاسه کېدونکې انرژي لږ مصرفوي او پاتې ټوله برخه يي بدن کې د وازدې په بڼه ذخیره کوي.

دغې څېړنې کې مختلفو په خپله خوښه گډون کوونکې باندې ترسره شوې تجربې ښيي چې دغه خواږه مشروبات د وازدې د مالیکولونو اوبه کولو فعالیت ورو کوي.

څېړونکي وايي چې له خوړو سره یو ځای د دغو مشروباتو استعمال بدن کې د کالورۍ اندازه زیاتوي او د وازدې اوبه کولو فعالیت ورو کولو په پایله کې دخېټې د غټېدو لامل گرځي.