پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د دانو د مخنیوې لپاره څلور اسانې او اغیزمنې لارې

نن سبا ډیر ځوانان له دانو څخه د خلاصون په لټه کې دي. د دانو پیدا کیدل پر بدن باندې ډیر علتونه لري او د دانو د ورکولو لپاره ډول ډول دواګانې، کرېمونه او ټیوبونه په بازار کې شته چې ډیر اغیزمن نه دي. د انسان په پوست کې یو ډول غُدې شته چې د سېبم په نامه یو ډول مواد راباسې. کله چې سېبم ډیر زیات شي نو بیا د دانو سبب ګرځي.

د دانو یا ځوانکو د مخنیوې لپاره څلور اسانې او اغیزمنې لارې دا دي: (د شپې تر خوب دمخه):

د هګۍ سپین:

دا د دانو د مخنیوې لپاره تر ټولو اسانه لار ده. دوې یا درې هګۍ واخلئ او سپین یې د زیړ څخه جلا کړئ او بیا د هګۍ سپین ښه سره ولړئ (و خوځوئ). درئ یا څلور ځلې یې د پنبې په مرسته پر هغه ځای ووهئ چې دانې لري. د هګۍ سپین امېنو اسیډ لري چې دانې له مینځه وړي.

د غاښو کرېم:

د غاښو کرېم بیکینګ پوډر یا سوډا، هایډروجن پراوکسایډ، الکول او مینتول لري چي دانې وچوي، سوروالی او خارښت یې له مینځه وړي. د غاښو کرېم د شپي د خوب د مخه د پنبې په مرسته پر هغه ځای ووهئ چې دانې لري او سهار یې پاک کړئ.

لیمو:

لیمو ویټامین سې لري چې دانې ژر په اسانۍ سره وچوي. د تازه او طبیعي لېیمو اوبه پر هغه ځای ووهئ چې دانې لري. که چیرې دا طریقه  تاسو منظمه وکاروئ نو نوې دانې به مو هم پر بدن را ونه خیژۍ.

هوږه یا سرکه:

سرکه او هوږه د بکټریا ضد خاصیتونه لري، دواړه کولای شي چې دانې له منځه یوسي.