د دودیز ګرامر نیمګړتیاوې

لیکوال : محمد الرحیم مشواڼی

دودیز ګرامر

دودیز ګرامر هغه ګرامر ته ویل کیږي چې په هغه کې جوړښت د لغاتونو جوړیدنه او د جملې د مطالعې څخه عبارت ده، اکثره وخت په دودیز ګرامر کې مانا او غږ ته خصه پاملرنه نه کیږي ژبپوهنه د نوی عصر له مخې ګرامر د هغې کلمې تړل شوی سیستم له مطالعې څخه عبارت ده چې په هغه کې ساختمان، اوازونه، لغاتونه، ماناوې جملې په یوه ژبه کې موجود وي

د دودیز ګرامر د لیکلو تاریخچه 2000 کاله مخکې لیکل شوی ده او په هغه کې د کلاسیکې ( classic) دورې ګرامر لکه د هند، روم منځنی دوره د ریسانس دوره اتلسمه او نولسمه پیړۍ او دنوی عصر ګرامر پکې موجود دي

په دودیز ګرامر کې داسې ویل کیږي چې د لیکل شوی بڼې ګرامر اصول باید تعقیب شي او د تشریحي بڼې ګرامر اصولو د استعمال نه باید ډډه وشي کله چې هیجان یا اساسي څرګندو نو په انګلیسي ژبه کې هغه لغات ته باید لومړیتوب ورکول شي، کوم چې کوم چې د لاتین ژبې نه اخستل شوی نه د انګلو او ساکسون Anglo Saxon ژبې لغات ته.

چې دا د لیکل شوی بڼې د دودیز ګرامر قانون دی او هیڅ کله باید یو مصدر سره جدا نه کړو چې دا د تشریحي بڼې د دودیز ګرامر اصول ده.

د دودیز ګرامر کتابونه اکثره وخت د ګرامر برخې او د ګرامر تعریفونه ته لیست جوړوي او د سټنډرډ ( Standard ) ګرامر په برخه کې معلومات وړاندې کوي چې هغه د صحیح استعمال علامت ګذاري املا او د لغات ټاکنه موجود دي په همدې شکل که تاسو د دودیز ګرامر عبارت د ژبپوهنې په ډکشنریو کې وګوری تاسو ته به د ګرامر لغات د هغه په بدل کې وړاندې شي. او تاسو به په هغه کې وګوری چې دودیز ګرامر ته د تاریخ د بیان د قاعدو او غیر قاعدو یا اصول او غیر اصولو ده په یوه ژبه کې ورڅخه عبارت ده.

دودیز ګرامر د تاریخ له مخې ډیر شتمن پراخه او ډیر تاثیر کوونکی ده دودیز ګرامر د تاریخ په اوږدو کې همیشه د لیکل شوی بڼې ګرامر په تشریحي بڼې ګرامر غوره ګڼلی

د دودیز ګرامر اړتیاوې

۱- دودیز ګرامر نامکمل او د خالیګاوو څخه ډک ده او چې هغه د اوسنۍ عصر ګرامر ټولو ډولونو ته لاره هواره کړی ده

2- دودیز ګرامر په مکمل ډول په بشپړ ډول نه شي کولای چې د ټولو برخو د ژبپوهنې په مثال د ډول لکه: فونیم، مورفیم، نحوه او د تشریحي بڼې ګرامر تر منځ ټوپیر وکړي

3- د دودیز ګرامر اصولي او قاعدوي او لیکلي بڼه لري نه واضح او تشریحي بڼه او د دودیز ګرامر اصول ټول غیر منطقي دي

4- په دودیز کې ګرامر کې داسې راغلي چې نوم یې عبارت د شخص، ځای یل شی څخه دی، خو تر اوسه په دودیز ګرامر کې رنګونه، د مانا نوم او داسې نور نومونه موجود نه دي

5- دودیز ګرامر لیکلې بڼې ته لومړیتوب ورکوي او د ګرامر خبریزه ( Spoken) برخې څخه صرف نظر کوي

6- دودیز ګرامر ژبه د طبعي مفهوم له شکل وړاندې کوي او یا ورته علمي بڼه برابروي، خو حقیقت دادی چې په یوه ژبه کې تغیرات راځي، د وخت په تیریدو سره او دودیز ګرامر د دغو تغیراتو څخه صرف نظر کوي. او ګرامر په داسې شکل وړاندې ذکر کوي چې معبودی ډالۍ وي یعنی د خدای لخوا ورکړل شوی ده.

7- دودیز ګرامر مانا د ژبپوهنې د تحلیل له اړخه خپل لومړی یا خاص اصل بولي

8- دودیز ګرامر نه شي کولای چې کوم ابهام د هغه په بڼو کې موجود وي حل کړي او د دودیز ګرامر میتودونه غیر صحیح نامکمل او یو بل سره مطابقت نه خوري. او د دودیز ګرامر توضیحات غیر واضح، مستقیم او طبعی شکل لري.