د راشد ارمان پر ګام روان، ارمان موسکی دی

لیکواله:پاکیزه ارزو

د ورځو په حساب وي که د میاشتې دلته خامخا یو بدرنګه غږ پورته شي، دوړې شي او توره لوخړه د ښار ګردجنه هوا تیاره کړي.

چیغې شي او د سترګو په رڼېدو ټوټې، ټوټې اندامونه خواره واره پراته وي. یوازې په یوه نښه وپېژندل شي، چې د نر یا د ښځې، د ماشوم یا د ماشومې د بدن غړی دی.

په وینو لړلي اندامونو کې د ښه او بد توپیر نه کېږي، خو د یوې نا کړې ګناه په جرم دا اندامونه خواره واره پراته وي.

د چاودنې له غږه د غوږونو پردې درنې وې او چیغې د زړه پردې پرېکوي. دا وطن د مرګونو وطن دی.

دلته وحشتونه لکه ابدي مېلمانه نه ګډه کېږي. دلته موسمونه رنګونه نه شیندي، دلته د باران په ځای ویني اوروي. دلته په واورین موسم کې سپني واورې په وینو رنګ وي او سیندونو د وینو رنګ اخیستی وي.

دلته ولسمشر د خپلو سرتېرو جنازو ته اوږه ورکوي او میندې هره ورځ جنازو ته ساندې کوي. لسګونه سرتورې ښځې د خپلو یتیمانو په سپېرو مخونو د اوښکو دارې وچوي.

د دغه وطن لمنه د هدیرو په ګلونو ګلزاره ده او د هر قبر د شناختې رپېدلې جنډې سره لسګونه زړونه د ویر په باد رپېږي. دلته د جنګ د پای ټکی معما دی، چې د حل ټولې لارې یې په جنګ ورتمېږي، دلته د ټوپک شېپلۍ د ماشوم ذهن د کرکې په نغمو ډکوي او د بې رحمۍ په ستنه یې عاطفه ور وژني.

دلته ژوند د مرګونو کیسې دي. دا کیسې رښتینې دي. د افسانو خیال نه دی چې، دا به نه منې چې د یوې مېرمنې پزه او غوږونه یې ترې پرې کړي او د یوې مېندوارې مور د سوځولو تصویر د تصور له حده هم تېر دی.

دلته د اباسین پرې ګوتې او د ځوانۍ نړېدلې ونه د ورارو خویندو په منځ کې پرته وي. دلته نوید د عصر یوسف دی او د ظلم په څاه کې وېردلی او زبون وهلې ناست دی.

خو، په دې وطن کې له هر ناورینه وروسته ژوند دوام کوي، په هغو لارو چې سکاره او ټوتې وجودونه پراته وي، په هغو واټونو د ژوند دوام ته د ښار وګړي ور دورمي او لا د ژوند کیسه ورته رنګینه ښکاري او د ژوند له رنګونو سره لوبې کوي.

د ښار جارو کښ بابا ته غږ وشي، څنګه یې؟

هغه ځواب ورکړي، شکر الحمدالله ښه یم، شکر په دغه حال هم شکر او ها خوا زړي پلورونکی خپل ملګري ته ډاد ورکوي چې ژوند تل یوه رنګ نه وي، خدای تعالی مهربان دی سبا ورځ به تر نن ښه وي. دلته د مایوسۍ او خوشبینۍ ورکونکي ذات په توکل خلک ژوند کوي او د هیلو د پوره کېدو په تمه دي.

دلته لا هم د تورو جامو او سپینو ټیکرو لښکرونه مات شوي نه دي او د ښوونځیو له دروازو جهل ماتونکې ډیوې وطن رڼا کوي. دلته لا هم د پوهنتونو په دورازو وار نه کېږي او لکه ګلاب، لکه غوټۍ داسې ارمانونه د پوهې خوشبویي شیندي.

دلته لا هم د ښارونو او کلیو په کورونو، پارکونو ، هوتلونو او دوکانونو کې د تلویزون پر کوچنۍ پرده او د راډیو په څپو د یوې لوبې ننداره وي. هر نندارچي د خپلې خوښې د لوبې سیل کوي څوک ګول چیغې کړي او څوک چیغه کړي شپږیزاااااااااااااااااا…

دلته لا هم په کوڅو کې شور ماشور جوړ وي ماشومان او ځوانان لوبې کوي. یو ځوان د فوټبال توپ وهي او بل پاس ورکوي، ها خوا یوه بله نظاره وي د جال دوو غاړو ته ځوانان د والیبال توپ تر جال یوې او بلې خواته غورځوي او یو وار یې د بري ناره تر خولې ووځي او نندرار چیان لاسونه وپړکوي.

دا له ژونده د خوند اخیستلو یوه خوږه نظاره وي، چې ځوان بازو غواړي ځان جوړ کړي او سبا بیا د نړۍ په لوبغالو کې د خپل دغه زحمت ثمره وګوري.

دلته لا هم د یوې لوبې نندارې ته ولاړه یم. د کوڅې ماشومان یوه درنه ډبره دروي، د هغوی زور پرې بر نه دی، خو ټول خپل ځواک سره یو ځای کوي او هغه درنه ډبره دروي.

یوه توپ وهونکی شي، بیټ په لاسو کې ونیسي، څلور نور شاخوا ودرېږي او یوه ته توپ په لاس کې ورکړي په اوږه یې ټک وهي.

هغه توپ اچونکی توپ په لاسو کې تاوراتاو کړي او توپ وهونکي ته دا ننګونه کوي، د راشد غوندې توپ درواچوم!

نور ورته شاباسی ورکړي. هلک توپ واچوي او توپ وهونکی اوټ کړي. توپ اچونکی له خوښۍ ټوپونه وهي. په سپېره څېره یې د خندا ګل غوړېږي. لاس موټی کړي، وایي زه راشد ارمان یم.

هو، دا د راشد ارمان پر پل روان یوه کوچنی ماشوم دی چې ځان ته راشد ارمان وایي او د نړۍ په میدانونو کې د لوبېدو خوبونه ویني. د ماشوم په خاورو لړلې جامې او سپېره موسکا اوسنيو ټولو غمونو او کړاونو ته یو ژوند بښونکی ارمان دی.

د راتلونکې افغانستان د ارمان د لوبې ننداره مې ټوله ستړیا هېره کړه او کورته په هیله بښونکو ګامونو رهي شوم. د خوږمن زړګي شونډو ته مې د داسې یوې خوږې موسکا زیری، مړاوو هیلو ته د پوره شويو ارمانونو ارمان رابښي.