د ربات جوړونې ټیم له سپینو زرو مډال سره هیواد ته راستون شو

د افغانستان د ربات جوړونې ټیم چې په واشینګټن کې یې د ربات جوړونې په نړیوالو سیالیو کې برخه اخیستې وه تیره ورځ خپل هیواد ته راغی.

دوی کابل ته له رسیدو وروسته له ولسمشر غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره هم لیدنې درلودلې.

ولسمشر غني له دغو نجونو سره د لیدنې پرمهال وویل چې دوی د افغانستان نوې څیره نړیوالو ته ښودلې.

همداشان عبدالله عبدالله هم د دوی د کارونو ستاینه وکړه ویې ویل چې د دوی کار د هیوادوالو د ژوند پر ښه والي مثبته اغیزه لري.

بله خوا ربات جوړونکو نجونو له حکومته وغوښتل چې د دوی امنیت خوندي کړي او په بهر کې ورته د زده کړو زمینه برابره کړي.