پنجشنبه , 18 اپریل 2024

د زمبابوې ولسمشر له ۳۷ کلنې واکمنۍ وروسته استعفا ورکړه

د زمبابوې ولسمشر رابرټ موگابې له ۳۷ کلنې واکمنۍ وروسته د پوځي کودتا او پراخو ولسي لاريونونو له امله استعفا ورکړه.

څو ورځې وړاندې د زمبابوې پوځ پر ولسمشر موگابې کودتا وکړه، ورپسې د هغه پر ضد پراخ لاريونونه پيل شول او تېره شپه د زمبابوې د پارلمان رييس د ولسمشر موگابې د استعفا اعلان وکړ.

رويټرز خبري اژانس ليکلي، چې د رابرټ موگابې له لوري په ليکل شوي استعفا ليک راغلي، چې نه غواړي په هېواد کې تاوتريخوالی پيل شي او د واک د سوله‌ييز بدلون هيله يې څرگنده کړې ده.

له تېرو څو ورځو راهيسې، د پوځ د کودتا، د پارلماني غړو د استعفا  او پراخو ولسي لاريونونو سربېره موگابې له استعفا ورکولو نټه کوله، خو تېره شپه يې ناببره رسنيو ته د استعفا خبر خپور کړ

موگابې په ۱۹۸۰ کې د يوه منل شوي لارښود په توگه د زمبابوې د ولسمشر  ټاکل شوی و، خو پنځلس کاله وړاندې له ولسمشريزو ټاکنو وروسته د حکومت سياسي مخالفين د دولت له لوري له سختيو سره مخ شول او د ۱۹۸۰ په پرتله په زمبابوې کې د بې وزلۍ کچه پنځلس سلنه نوره هم زیاته شوې ده.

د ولسمشر موگابې د گوښه کولو تر ټولو ستر لامل د هغه له لوري د مرستيال ولسمشر لرې کول بلل شوي، چې د پوځ په گډون ولس ته د منلو وړ نه و.

د مرستيال ولسمشر له لرې کولو وروسته په زمبابوې کې داسې گنگوسې خپرې شوې، چې ولسمشر غواړي خپله مېرمن خپل ځای ناستې وتاکي او له همدې امله پوځ د ولسمشر پر ضد کودتا وکړه.

رابرټ موگابې ۱۹۶۰ کې د ښکېکلاکگرو ځواکونو پر ضد د ازادۍ يو ستر لارښود پېژندل شوی و او له همدې امله په ۱۹۸۰ کې د زمبابوې ولسمشر وټاکل شو، خو تېره شپه يې له ۳۷ کلنې واکمنۍ وروسته د پوځي کودتا او ولسي لاريونونو په غبرگون کې استعفا ورکړه.