د زمبابوې پوځ : له ولسمشر موګابې څخه د راتاوو مفسیدینو دجرړو په ایستلو کې پرمختګ شوې

د زمبابوې پوځي چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې له کودتا وروسته د موګابې پرضد د اقداماتو په ترڅ کې یې د لومړۍ مېرمنې او یو شمېر چارواکو په ګډون د هغه متحدان تر تعقیب لاندې نیولي او بندیان کړي دي.

د زمبابوي پوځ په یوه بیان کې چې نن د دې هېواد په رسنیو کې خپور شو، ویلي چې له ولسمشر رابرټ موګابې سره خبرې اوس هم روانې دي او د پام وړ پرمختګ پکې شوی دی.

بیان زیاتوي چې اوس مهال د پوځ له اعلی قوماندان سره په دې اړه چې روان کړکېچ ته څنګه د حل لاره وموندل شي خبرې روانې دي او له نتایجو به یې ډېرژر خلک خبر شي.

د راپورونو له مخې په دې خبرو کې موګابې هڅول کېږي چې واک نوي حکومت ته وسپاري خو ښايي د قدرت د سپارلو د وخت په مسئله کې به د دوی ترمنځ اختلاف رابرسیره شوی وي.

د موګابې د ولسمشرۍ دوره راتلونکي کال کې پای ته رسېږي او واکمن ګوند په پام کې لري چې راتلونکې میاشت د زمبابوې د برخلیک په اړه د بحث لپاره غونډه وکړي.

پوځ وايي، د ولسمشر پر شااوخوا د راټولو جنایتکارانو د جرړو د ایستلو په عملیاتو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی او زیاتوي چې په دې ترڅ کې یو شمېر کسان نیول شوي او ځینې نور تر تعقیب لاندې دي.

د پوځ بیان یادونه کوي چې دې کسانو جنایتونه کړي او زمبابوې ته یې ټولنیز او اقتصادي زیانونه اړولي دي.

د راپورونه له مخې پوځ په هغو وزیرانو او جګپوړو چارواکو پسې ګرځي چې له لومړۍ مېرمنې ګرېس موګابې سره نېږدې دي.

پوځ پر دې چارواکو د جي څلوېښت G40 د بانډ نوم ایښی ځکه چې اکثر دا چارواکي د څلوېښتو او پنځوسو کلونو ترمنځ عمرونه لري او د سیاستوالو په هغه نسل پورې نه دي تړلي چې د اقلیت سپین پوستو له واکمنۍ څخه د اکثریت تور پوستو د ژغورنې په مبارزه کې دخیل وو.

پوځي چارواکي هم تراوسه هڅه کوي چې ۹۳ کلن موګابې ته چې د نړۍ تر ټولو سپین ږیري رهبر دی د ولسمشر او د پوځ د اعلی قوماندان په ویلو سره درناوی څرګند کړي.