د زړه مختلفې ناروغۍ او حمله یو شمېر داسې لاملونه هم لري لکه د زړه د حملې کورنی تاریخ، عمر او جنسیت چې واک يي د انسان په لاس کې نه دی.
خو اکثره نور هغه لاملونه چې د زړه د حملې لامل گرځي یا د زړه د ناروغیو خطر زیاتوي کنټرول کېدای شي. که انسان وغواړي خپل ورځني ژوند کې د پام وړ بدلون راولي نو د زړه د ناروغیو او حملې خطر کمولای او کنټرولولای شي.
دلته مو د زړه د حملې له سترو لاملونو سره اشنا کوو:
۱- اضافي وزن
اضافي وزن په بدن کې د لوړ فشار، ټرای گلېسیرایډ (Tryglyceride) د کچې لوړېدو، د وېنې غوړ زیاتېدو او شکرې ناروغۍ لامل گرځي. یوازې ۱۰ سلنه د بدن اضافي وزن له منځه وړل د دغو ټولو ناروغیو خطر په ډېره لوړه کچه له منځه وړي.
۲- د وینې لوړ فشار
د وینې لوړ فشار د وخت له تېرېدو سره د ویني هغه رگونه چې زړه ته وینه رسوي زیانمنوي. د وینې لوړ فشار د زړه د وینې رگونو کې دننه د غوړ دېوال جوړوي چې دغه دېوال د وینې د جریان مخه نیسي. د وینې فشار له امله د زړه حملې خطر هغه مهال څو چنده زیاتېږي چې انسان د سگرېټ څښلو عادت او اضافي وزن، شکرې ناروغۍ او د ویني غوړ هم ولري.
۳- شکرې ناروغۍ
انسولین هغه هورمون دی چې د پانقراص له غدواتو ترشح کېږي او بدن ته د گلوکوز چې د قندي موادو یو ډول دی د کارولو اجازه ورکوي. که کوم کس د شکرې ناروغي ولري، بدن يي په کافي اندازه انسولین نه تولیدوي یا انسولین ته مناسب غبرگون نه ښيي چې له همدې امله بدن کې د قندي موادو کچه لوړېږي. د شکرې ناروغۍ، په ځانگړی ډول هغه مهال چې د کنټرولولو هڅه يي ونه شي د زړه د حملې لامل گرځي.
۴- د ویني غوړ او کولېسټرول زیاتوالی
د ناوړه یا مضر کولېسټرل د اندازې لوړېدل د زړه رگونه نري کوي. په همدې ډول ټرای گلېسیرایډ، د وینې هغه غوړ دی چې له خوړو څخه اخیستل کېږي، هم د زړه د حملې خطر زیاتوي. د زړه حملې خطر کمولو لپاره بدن کې د گټور کولېسټرول اندازه زیاتول ډېر اړین دی.
۵- فزیکي فعالیت نه لرل
فزیکي فعالیت نه کول د وزن او د وینې مضر غوړ زیاتېدو لامل گرځي. په ورځني ډول یوه اندازه ورزش نورو روغتیايي گټو سربېره د وینې فشار ټېټوي او د زړه د حملې خطر کموي.
۶- کورنۍ کې د زړه د حملې تاریخ
د کورنۍ په غړو کې د زړه د حملې تاریخ د هماغې کورنۍ پر نورو غړو هم ځانگړی اغېز لري. که چېري ستاسې د کورنۍ کوم غړی د زړه حمله تجربه کړې وي نو له ځنډ پرته له متخصص ډاکټر سره مشوره وکړئ.
۷- سگرېټ څښل
تنباکو کې شته کیمیاوي مواد د بدن ټول داخلي غړي په ځانگړی ډول زړه، د وینې حجرات او د وینې شریانونه تخریبوي. تنباکو د وینې په رگونو کې ځانگړی خنډ جوړولو سره د وینې رگونه کلکوي چې په پایله کې د بدن غړو ته په کافي اندازه اکسیجن لرونکې وینه نه رسېږي.
۸- ذهني فشار
ذهني فشار هم د زړه د حملې له سترو لاملونو شمېرل کېږي. د ذهني فشار په وړاندې ستاسې غبرگون هم ستاسې د زړه د حملې خطر مشخص کوي.
۹- عمر
د ځوانو نارینهو او ښځینهو په پرتله هغو نارینهو کې چې عمرونه يي له ۴۵ او هغو ښځینهو کې چې عمرونه يي له ۵۵ لوړ وي د زړه د حملې خطر زیات وي.