پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د زړونو درمل

لیکوال:فدامحمد باران

په ماشومتوب کې توند خويه وم، جنګ لکه زما مسلک چې وي، يوه ورځ مې يوه لىرې خپلوان د مخې جيب ته لاس ننويستو، جيب کې ايښى سامان يې يو يو وپلټلو، چې د څنګ په جيب يې لاس دننه کولو، يوه داسي څپيړه يې په مخ هواره شوي وه، لکه کوم نظامي څارنوال چې وهلي وي.

سړى تر ما لوى او په تنه غټ و، د مالټو نيم ډک کاريټ يې را پسې وار کړو، خو هسې ګوته کې ترې بچ شوو.

څو موده وړاندې يوه ملګري راته کړل، چې د فيسبوک ايميل او پاسورډ ورته ور کړم، دا ده له غوښتنې سره سم مې لاس موټى شو، هوا ته پورته شو، خو د اوارولو پر وخت د ګران صيب دې بيت مې په ذهن کې انګازې وکړي:

که څوک مې وژني لاس يې هم نه نيسم

زما په هيڅ حالت کې شر نه لګي

دا بيت مې په افغان ادبي بهير کې د ډاکټر صيب احسان الله درمل له خولې اوريدلى و، ده د غونډې ګډوانوالو ته پر دې خبرو کې چې شاعران بايد مينه خوره کړي، دا بيت په مثال کې راوړو.

ډاکټر صيب احسان الله درمل د پښتو معاصر ادب تر ټولو ښه نقاد دى، د ښه فکر څښتن، شاعر او نامي ليکوال دى.

دى چې کله پر شعر خبره کوي، وايي به چې اصلي شعر پيژندونکى خو همدا دى، چې په لاس راغلى.

خو که په اوربند کې يې پراډکسي ولولي، وايي به چې خلک خو هسې وايي، چې موږ ټولنپوهان نه لرو.

د درمل د علميت په اړه به چې ما کوم ځاى خبره کوله، ټولو به يې د کتابونو د نه چاپ کېدو په اړه ويل.

کله يې چې شعرستان کتاب چاپ شو، خلک يې هک پک کړل، ويل به يې چې د طب يو نامي ډاکټر د پښتو ادب د شعر برخې يوه تر ټولو ستره اړتيا ور پوره کوي.

د ننګرهار پوهنتون استاد ناګار د ماسټرۍ دورې زده کړيالانو ته  د شعرستان کتاب په اړه ويلې و ، چې ” هغه کار چې بايد د ادب زده کوونکو کړى واى، د طب فارغ التحصيل وکړو، بې له شکه چې دغه ډاکټر د پښتو ادب لپاره تر ټولو ستر کار وکړو.”

ما د همدغه کتاب په اړه د ښاغلي محمد يار يار څخه واوريدل:  ” شعرستان مې ولوستو، بې له شکه چې د پښتنو په پنځه زره کلن تاريخ کې بل داسي کتاب نه شته.”

په فيسبوک کې مې ډېر ځايه د شعرستان په اړه ولوستل، چې همدغه کتاب به يې د ادبياتو نيم پوهنځى بللى و.

زه د ادبياتو د برخې د يوه زده کوونکي په توګه دا خبره په پوره ډاډ کولى شم، چې د پښتو ادبياتو د شعر پيژندنې په برخه کې بل داسي ښه کتاب پيدا کولى نه شو.

شعرستان په کمه موده کې ډېر مينوال پيدا کړل، د سورش کتاب پلورنځي مسول چې شعرستان کتاب يې چاپ کړى، څه وخت وړاندې راته وويل، چې ياد کتاب ډېر پلورل شوى او د بيا ځلې چاپ لپاره يې ليږلى.

شعرستان کتاب داسي وخت چاپ شو، چې پوهنتونونه رحصت و، ډاډمن يم، چې د پوهنتون د پيليدا سره سم به دغه کتاب لا ډېر وپلورل شي، د ابياتو پوهنځي هغه استادان چې ريښتيا هم دا ارمان لري چې اديبان فارغ کړي، خامخا به زده کړيالانو ته دا  کتاب تدريسوي او  که نه وي، نه وي لوستل به يې پرې لازموي.

ډاکټر صيب دا دې هر څه تر څنګ يو لوى او فکري انسان هم دى، که خپله ډاکټر هم دى، خو د ټولنې له رنځونو کړيږي، مګر ورته پريوځي نه، په علاج پسې يوه او بله خوا اوترې منډې وهي، خلک له شر منع کوي او په سندريزه ژبه مينه تبليغوي؛ ځکه خو د شاعرۍ مينوال هر وخت ترې غواړي، چې خپله شعري ټولګه هم چاپ کړي.

ډاکټر درمل يو وخت فيسبوک کې فعال شو، که څه هم دا دې لپاره چې پر فيسبوک به خپل شعرونه خپاره کړي ورته خوشال وم، خو دا چې فيسبوک سړى له اصلي او اهمو کارونو باسي ځورولم.

کله چې ټولنه په هره برخه کې دومره وروسته پاتې او په جهالت کې ډوبه وي، لکه زموږ چې ده او بيا پرې خداى يوه لويه لورينه کړي وي او د درمل په څېر يو لوى انسان يې په همدې ټولنه کې پيدا کړى وي، اړتيا ده چې که يو سلو اتلس کتابه نه وي، سل کتابه ورته وليکي؛ مګر دا اوږده موده درمل صيب له فيسبوکه خداى په اماني اخيستي، ورته خوشال يم او هيلمن يم چې د شعرستان په څېر لوى کتابونه يې چاپ شي او موږ يې پر لوستو خپله ادبي تنده او دا ده لپاره زموږ په زړو کې شته مينه خړوبه کړو.

ما تېره ورځ د ښاغلي سيف الرحمن سراج پر وال د درمل صيب دا بيت ولوستو:

ورکه خوشالي  شه چا ته غم راوړي چې راشي

غم ښه دی پر ما دې وي  یو څوک خو به خوشال کا

دغه بيت وزنګولم، فکرونو کې يې ډوب کړم، دا ده مينې، نورو ته د خوښۍ ورکولو، د ستر انسانيت درلودو، د رقيب زغملو هک پک کړم او ژړا يې راوسته، بيت مې را کاپي کړو، ما وې زه به پرې يو څو خبرې وکړم، خو اوس چې ګورم ليکنه رانه په بله خوا لاړه، يوازې د همدې بيت خپرول اکتفا کوي او په بيت به انشاءالله بيا خبرې کوم.

مخکې مې هم  وويل چې درمل صىب لوى انسان دى او بيا د درمل غوندې لوی انسان کله په يوې ليکنه کې ځايدلى شي، دا ده د پيژندلو لپاره کتابونه ليکل په کار دي او انشاءالله چې ليکل او انشاءالله چې ليکل کيږي به هم.