د زیمبابوې لوبغاړي په ۳۲ اوور کې وسوځېدل

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د زیمبابوې په وړاندې په درېمه نړیواله سیالي کې د زیمبابوې ټول لوبغاړي په داسي حال کې وسوځول چې زیمبابوې ۱۲۹ منډې کړې وې او ۳۲ اوور یې روان و.

پچه ریمبابوې وګټله او پرېکړه یې وکړه چې لومړی په خپله بیټنګ وکړي.

په دې سیالي کې ګلبدین نایب خورا ښه وځلېد. د زیمبابوې لومړني ۴ لوبغاړي نایب وسوځول.

راشد ارمان ۳، فرید احمدي ۲ او محمد نبي ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د زیمبابوې لپاره تر ټولو زیاتې منډې موسکانده وکړې. ده ۶۰ منډې وکړې.

افغانستان به اوس د زیمبابوې د ۲۳۰ منډو هدف لپاره بیټنګ کوي.

دا د تېرو دوو سیالیو په پرتله خورا ټیټ هدف دی.