د ساختماني موادو خواص او په ودانیو کې د ساختماني موادو د کارونې ارزښت

ساختماني مواد د ټکنالوژۍ په دې عصري دور کې د یوې ودانۍ له اړینو توکو څخه ګڼل کیږي. په ساختماني کارونو کې ډول ډول مواد د ساختماني موادو په توګه کارول کیږي.

د ساختماني موادو خواص

ددې لپاره چې ځني مواد د ساختماني موادو په توګه وپېژندل شي او ګټه ورځني واخیستل شي، باید لازم او اړین انجینري خواص ولري او د ساختماني کارونو لپاره مناسبه وي. ددې خاصیتونو له مخې د موادو د کیفیت او برداشت اندازه لږول کیږي او د موادو د کارونې او نه کارونې په اړه پرېکړه کیږي.

د ساختماني موادو خواص په لاندې توګه طبقه بندي شوي دي:

  • فزیکي خاصیتونه
  • میخانیکي خاصیتونه
  • کیمیاوي خاصیتونه
  • برقي خاصیتونه
  • مقناصیسي خاصیتونه
  • حرارتي خاصیتونه

د ساختماني موادو فزیکي خاصیت:

د فزیکي خاصیتونو له مخې د موادو کیفیت او وضعیت د کومې بیروني قوي له استعمال پرته ټاکل کیږي. د ساختماني موادو فزیکي خاصیتونه په لاندې ډول دي:

  • حجمي کثافت
  • تخلخل
  • تداوم
  • کثافت یا وزني کثافت
  • غلظت
  • د تراکم ضریب
  • مخصوص وزن
  • د اور پروړاندې مقاومت
  • د ورستیدو پروړاندې مقاومت
  • د آب او هوا پروړاندې مقاومت ( مقاومت فرسایش )
  • د ټوټه ټوټه کیدو یا ماتیدو مقاومت
  • د اوبو د جذب خاصیت
  • د اوبو د نفوذ خاصیت
  • د لندبل خاصیت
  • د نرمښت ضریب
  • مقاومت

د ساختماني موادو حجمي کثافت

د ساختماني موادو حجمي کثافت د موادو د کتلې او حجم له نبست څخه عبارت دی  چې د مودو سوري، ویښته ډوله دروزنه او د موادو نورې ټولې برخې چې د موادو په جوړښت کې په ذاتي ډول شتون لري، په بر کې نیسي. د موادو حجمي کثافت په kg/m^3 اندازه کیږي. د موادو حجمي کثافت د موادو په مقاومت، تودوخې، انتشار او نورو میخانیکي خواصو باندې اغیزه کوي .د ځینو موادو حجمي کثافت په لاندې توګه دي:

مواد                                                              حجمي کثافت kg/m^3

خښته                                                             ۱۶۰۰-۱۸۰۰

شګه                                                              ۱۴۵۰-۱۶۵۰

وسپنه                                                            ۷۸۵۰

دروند کانکریټ                                                   ۱۸۰۰-۲۵۰۰

سپک کانکریټ                                                    ۵۰۰-۱۸۰۰

ګرانیټ                                                             ۲۵۰۰-۲۷۰۰

نوټ: د پرکار انیجنري خدمتونو د مرکز پاڼه وڅارئ تر څو په راتلونکي کې د دروند او سپک کانکریټ په اړه اړین او په زړه پورې معلومات ترلاسه کړې.

د ساختماني موادو تخلخل

د ساختماني موادو د تخلخل خاصیت د موادو په حجم کې د تشو ځایونو یا هوايي حبابونو پیدا کیدو ته اجازه ورکوي. یا دا چې تخلخل د ساختماني موادو په حجم کې له وړو سوریو څخه عبارت دی. تخلخل د ساختماني موادو د حجم او د مساماتو له تناسب څخه عبارت دی. تخلخل د ساختماني موادو په حرارتي انتشار، مقاومت، حجمي کثافت، وزني کثافت، غلظت او تداوم مستیقمه اغیزه کوي.

د ساختماني موادو تداوم

د ساختماني موادو تداوم د اقلیمي فعالیتونو پروړاندې د ساختماني موادو له مقاومت څخه عبارت دی. که چیرې ساختماني مواد زیات متداومه وي، په دې مانا دی چې ساختماني مواد به زیات عمر ولري. د ودانیو او د ساختماني موادو د نګهدارۍ او مقاربت مصارف د موادو د تداوم خاصیت سره مستقیمه اړیکه لري. په هره اندازه چې ساختماني مواد متداومه وي، په همغه اندازه کم مقاربت ته اړتیا لري او څومره چې مقاربت کم وي، په همغه اندازه د ساختماني په ساتنې او مقاربت کم لږښت راځي.

د ساختماني موادو وزني کثافت

په متجناس حالت کې د موادو د کتلې او وزن نسبت د موادو له وزني کثافت څخه عبارت دی. د ساختماني موادو ډیری خاصیتونه د وزني کثافت تر اغیزې لاندې وي. د ځینو ساختماني موادو وزني کثافت په لاندې توګه دي:

مواد                                                              وزني کثافت kg/m^3

وسپنه                                                            ۷۸۰۰-۷۹۰۰

خښته                                                             ۲۵۰۰-۲۸۰۰

ګرانیټ                                                             ۲۶۰۰-۲۹۰۰

د تراکم ضریب

د حجمي کثافت او وزني کثافت نسبت ته د تراکم ضریب وايي. له دې څخه د ساختماني موادو جامده کتله یا په موادو کې د موجودو موادو اصلي اندازه ټاکل کیږي. په طبیعت کې داسې مواد شتون نلري چې په بشپړه توګه غلیظ وي نو په همدې خاطر د ساختماني موادو د تراکم ظریب تل له ۱ څخه کوچنی وي.

د ساختماني موادو مخصوص وزن

د ساختماني موادو مخصوص وزن د موادو د کتلی نسبت د اوبو پرنسبت څخه، د ۴ درجو د سانتي ګراد کې چې یو ډول حجم ولري، عبارت دی. د ځینو موادو مخصوص وزن په لاندې توګه دي

مواد                                 مخصوص وزن

وسپنه                               ۷.۸۲

چودن                                ۷.۲

المونیم                               ۲.۷۲

د اور پروړاندې د ساختماني موادو مقاومت

د اور پروړاندې د ساختماني موادو مقاومت د موادو له هغه خاصیت څخه عبارت دی چې مواد د اور پروړاندې بې له دې چې فزیکي او کیمیاوي خواصو او د موادو په شکل کې بدلون راشي، مقاومت وکړي. د اور پروړاندې د ساختماني موادو مقاومت د اور او اوبو د ګډ فعالیت سره معلومیږي. د اور د لږیدو په صورت د اور ضد ساختماني مواد په ښه توګه مقاومت کوي او د مصونیت زمینه برابروي.

د ورستیدو پروړاندې د ساختماني موادو خاصیت

د کنګل کیدو او ویلي کیدو پروړاندې مقاومت ته د ساختماني موادو د ورستیدو خاصیت وايي. د ورستیدو خاصیت د ساختماني موادو د وزني او حجمي کثافتونو پورې اړه لري. غلیظ موادو کې د ورستیدو مقاومت زیات او په کم غلیظو موادو کې دا خاصیت یا دا مقاومت کمزوری وي. نمجن ساختماني مواد د ورستیدو پروړاندې کم مقاومت لري، دا ډول مواد د کنګل کیدو په صورت کې خپل مقاومت له لاسه ورکوي او ماتیږي.

د فرسایش مقاومت

د موادو هغه خاصیت چې د هر ډول اقلیمي شرایطو پروړاندې مقاومت وکړي او خپل شکل او مقاومت له لاسه ورنه کړي، د فرسایش پروړاندې مقاوم بلل کیږي. د اقلیمي شرایطو بدلون د ساختماني موادو په تداوم اغیزه کوي. د بېلګې په توګه، په وسپنې کې زنګ وهنه د ازادې هوا یا د اقلیمي شرایطو له امله رامنځ ته کیږي. ددې لپاره چې د وسنپنې له زنګ نیونې څخه مخ نیوی شوی وي، باید وسپنه رنګ شي.

د ساختماني موادو د ټوټه ټوټه کیدو مقاومت

د ساختماني موادو هغه خاصیت چې ساختماني مواد وشي کولای چې د پرلپسې شدید حرارت د پرلپسې سایکلونو لاندې خپل مقاومت وساتي او خپل خاصیت له لاسه ورنه کړي، د ټوټه کیدو دمقاومت په نامه یادیږي. د ساختماني موادو دا خاصیت د موادو د خطي غځېدنې د ضریب پورې اړه لري.

د اوبو د جذب خاصیت

د ساختماني موادو په واسطه د اوبو جذبول او ساتل داوبو د جذب د خاصیت په نامه یادیږي. د اوبو جذب د ساختماني موادو د وچ وزن په ٪ ښودل کیږي. د اوبو د جذب خاصیت د ساختماني موادو په اندازې، شکل او په موادو کې د شته مساماتو په مقدار پورې اړه لري.

د اوبو د نفوذ خاصیت

د ساختماني موادو هغه خاصیت چې اوبو ته اجازه ورکړي چې له ساختماني موادو تیر شي، د اوبو د جذب په نامه یادیږي. غلیظ مواد، لکه د ښیښې، د غیر قابل نفوذ موادو په نامه یادیږي، ځکه چې اوبه نشي کولای له دا دول مواد تېر شي.

لندبل یا زیم

لندبل د ساختماني موادو له هغه خاصیت څخه عبارت دی چې ساختماني مواد وشي کولای له هوا څخه تبخیر شوي اوبه جذب کړي. لندبل د نسبي لندبل، تخلخل او د حرارت درجې پورې اړه لري.

د نرمښت ضریب

د ساختماني موادو د نرمښت ضریب د مشبوع موادو د فشاري مقاومت او د یادو موادو د وچ حالت فشاري مقاوت د خارج قسمت څخه عبارت دی. د نرمښت ضریب د اوبه جذبوونکو موادو په خواصو اغیزه کوي، لکه خاوره.

مقومت

د موادو هغه خاصیت چې مواد په دوامداره او لوړ حرارت ( ۱۵۸۰ درجې د سانتي ګراد) کې خپل شکل تغیر نه کړي او په خپل حال پاتې شي، د مقاومت په نامه یادیږي.

د بیلګې په توګه: د رس خټه ( ګل رس ) د لوړ مقاومت موادو له ډلې ګڼل کیږي.

د ساختماني موادو میخانیکي خاصیتونه

د ساختماني موادو میخانیکي خواص د بیروني قوې د کارونې له مخې معلومیږي. د موادو میخانیکي خواص د موادو له مهمو خاصیتونو شمیرل کیږي او د موادو په کاري وړتیا د پام وړ اغیز کوي . د ساختماني موادو میخانيکي خاصیتونه په لاندې ډول دي:

  • مقاومت
  • کلکوالی
  • الاستیکیت یا ارتجاعیت
  • پلاستیکیت
  • ماتیدنه ( شکننده ګی)
  • فرسودګی
  • د ضربې پروړاندې مقاومت
  • د سولیدو پروړاندې مقاومت
  • څکیدنه

د ساختماني موادو مقاومت

د ساختماني موادو مقاومت د وارد شوو قوو تر اغیزې لاندې د د موادو د مقاومت له خاصیت څخه عبارت دی. که د وارد شوو قواوو لاندې ساختماني مواد مات نشي او خپل شکل بدل نکړي، د مقاومه موادو په نامه یادیږي. کیدای شي وارده قوې فشاري، کششي او یا تاوونکي وي. د موادو مقاومت د وارده قوو او د هغه مساحت څخه په لاس راځي چې قوه پرې وارده شوي وي. مقاومت د ټولو ساختماني موادو لپاره یو اړین خاصیت ګڼل کیږي. ددې لپاره چې په مقاومت کې نهايي مصونیت په نظر کې نیول شوی وي، د موادو لپاره ځانګړی د مصونیت فکتور په نظر کې نیول کیږي. د مصونیت فکتور د کار په ډول، د موادو کیفیت او اقتصادي شرایطو له مخې په نظر کې نیول کیږي.

د ساختماني موادو کلکوالی

د ساختماني موادو کلکوالی د موادو له هغه خاصیت څخه عبارت دی چې ساختماني مواد د کوم بل کلک جسم یا موادو په واسطه ونه ګریږي. د ساختماني موادو د کلکوالي د ښودلو لپاره د MOHS مقیاس کارول کیږي. د ځانګړي کرش د کارونې په اړه د تصمیم نیونې په مرحله کې کلکوالی ډیر اړین دی. کلکوالی په کاري وړتیا هم اغیزه کوي.

د ساختماني موادو ارتجاعیت

د ساختماني موادو هغه خاصیت چې ساختماني مواد د وارده بار د لرې کیدو سملاسي خپل لومړني حالت ته ورګرخي او خپل شکل بیرته ونیسي، د ارتجاعیت په نامه یادیږي. دې ډول موادو ته ارتجاعي مواد وايي. خیالي ارتجاعي مواد د هوک له قانون څخه پېروي کوي. د هوک د قانون له نظره فشار له مقاومت سره مستقیمآ متناسب دی. د هوک قانون د ارتجاعیت موډل فشار او د تغیر شکل له نسبت څخه عبارت دی. دا موډل موادو ته د تاوېدنې او ضربې پروړاندې مقاومت ورکوي.

د ساختماني موادو پلاستیکیت یا شکل پذیري

که چېرې ساختماني مواد د وارده قوې تر اغیزې لاندې له ماتېدو او درز کیدو پرته تغیر شکل وکړي او د بار تر لرې کیدو وروسته خپل لومړني حالت ته وګرځي، دې ډول موادو ته پلاستیکي مواد او دې خاصیت د موادو ته د پلاستیکیت خاصیت وايي. دا خاصیت موادو ته د تاوېدنې او ضربې پروړاندې مقاومت ورکوي.

لکه: وسپنه، ګرم بیچومن ( طبیعي قیر )

د موادو د ماتېدنې خاصیت ( شکنندګي)

که چېرې په ساختماني موادو باندې قوه وارده شي او ساختماني مواد بې له دې چې تغیر شکل وکړي، په سملاسي ډول مات شي، دې ډول موادو ته ماتیدونکي مواد او دې خاصیت د موادو ته د ماتیدو خاصیت وايي.

لکه: کانکریټ، چودن او نور

فرسودګي

که چیرې ساختماني مواد د دایمي قوې تر اغیزې لاندې وي، د موادو په ځینو برخو کې تخریب رامنځ ته کیږي. دا تخریب له هغې نقطې ښکته وي چې قوه عمل کړی وي. د موادو دا خاصیت د فرسودګۍ په نامه یادییږي.

د ضربې پروړاندې د موادو مقاومت

که چېرې ساختماني موادو د ناڅاپي قوو تر اغیزې لاندې راشي او ساختماني مواد پرته له دې چې وشلیږي او یا مات شي، یوه اندازه تغیر شکل وکړي، نو د موادو دا خاصیت د ضربې پر وړاندې د مقاومت د خاصیت په نامه یادیږ.ي. د موادو د ضربې مقاومت د موادو د کلکوالي څرګندونه کوي.

د سولیدو پروړاندې مقاومت

د موادو ورستیدل د موادو د زرو د سولیدلو له امله رامنځ ته کیږي. د موادو د سولیدو مخنیوی موادو ته زیات کاري عمر ورکوي.

څکیدنه یا CREEP

څکیدنه د دایمي یکنواخته قوو د اغیزو له امله رامنځ ته کیږي. د موادو څکیدنه د وخت پورې اړه لري او په ډیره دوامداره توګه ( ورو ورو ) پېښیږي. په عادي حالاتو کې څکیدنه د صرف نظر وړ وي، مګر په ګرمه تودوخه کې څکیدنه زر زر پیښیږي.

لکه: په قیر سرکونو کې

د ساختماني موادو کیمیاوي خاصیتونه

د کیمیاوي تعاملونو او کیمیاوي ترکیباتو تر اغیزې لاندې د موادو فعالیت ته د موادو کیمیاوي خاصیت ویل کیږي. د موادو کیمیاوي خاصیتونه په لاندې توګه دي:

  • کیمیاوي مقاومت
  • او د زنګ کیدو پروړاندې مقاومت

د ساختماني موادو کیمیاوي مقاومت

د کیمیاوي موادو لکه، تیزابونو، مالګې، القلي او نورو پروړاندې د ساختماني موادو مقاومت ته د موادو کیمیاوي مقاومت وايي. د ځمکې لاندې تاسیسات، د سیندونو او اوبو ترڅنګ ساختمانونه او نور باید د لوړ کیمیاوي مقاومت لرونکي وي.

د زنګ کیدو پروړاندې مقاومت

د وسپنې د اکسایډو یا زنګ جوړیدل په وسپنه کې د زنګ کیدو په نامه یادیږي. کله چې وسپنیز یا فلزي ساختماني موادو له اتومو سفیر سره په تماس کې شي، زنګ نیسي. له همدې امله باید وسپنه د زنګ پر وړاندې مقاومت ولري. ددې لپاره چې د زنګ کیدو مقاومت د ساختماني موادو پورته لاړ شي، باید لازم اقدامات په نظر کې ونیول شي، که داسې ونشي، نو زنګ به ټول ساختمان له منځه یوسي.

 

د ساختماني موادو برقي خواص

د ساختماني موادو هغه خاصیت چې د برقي جریانونو پروړاندې مقاومت وکړي او یا د برقي جریان د انتقال سبب وګرځي، د ساختماني موادو د برقي خاصیت په نامه یادیږي. د بیګلې په توګه، لرګي د لوړ برقي مقاومت لرونکی دی او وسپنه د برقي جریان ښه هادي بلل کیږي.

د ساختماني موادو مقناطیسي خاصیت

د ساختماني موادو برقي خاصیتونه لکه نفوذپذیزي او نور، د جنراتورونو د شتون په حالت کې اړین دي. وسپنه مقناطیسي او المونیم یو غیر مقناطیسي مواد بلل کیږي.

د ساختماني موادو حرارتي خاصیتونه

  • حرارتي ظرفیت
  • حرارتي هادي
  • حرارتي مقاومت
  • مخصوص حرارت

د ساختماني موادو حرارتي ظرفیت

د موادو حرارتي ظرفیت دادی چې مواد حرارت جذب کړي او ددې لپاره د تصفیې مناسب ډیزائن ته اړتیا ده. حرارتي ظرفیت د دیوالونو حرارتي پایدارۍ باندې اغیز کوي. حرارتي ظرفیت په J/N oC    ( ژول پر نیوټن سانتي ګراد)سره ښودل کیږي. حرارتي ظرفیت په لاندې توګه محاسبه کیږي:

حرارتي ظرفیت، T = [H/(M(T2 – T1))]

دلته:

H  د هغه اړین مقدار حرارت یا تودوخې څخه عبارت دی چې حرارت له T1 څخه T2 ته پورته کړي.

T1  لومړنی حرارت

T2  نهايي حرارت

M  د موادو کتله په نیوټن سره

حرارتي هادیت

د حرارت هغه مقدار چې له یوه واحد مساحت څخه، د یو واحد ضخامت او په یو واحد د وخت کې انتقال شي، حرارتي هادیت بلل کیږي. حرارتي هادیت په کالوین سره اندازه کیږي. حرارتي هادیت د موادو په ساختمان، تخلخل، کثافت او د رطوبت په اندازې پورې اړه لري.  د لوړ تخلخل او  زیات رطوبت لرونکي مواد د لوړ حرارتي هادیت لرونکي وي.

حرارتي مقاومت

د موادو مقاومت د حرارت د انتقال پروړاندې د حرارتي مقاومت په نامه یادیږي. حرارتي مقاومت د حرارتي هادیت معکوس دی. کله چې حرارتي هادیت له ضخامت د ساختماني عنصر کې ضرب شي، د ساختماني موادو مقاومت په لاس راځي. د خاورې حرارتي مقاومت له ۳۰ تر  500 0C-cm/W پورې ده.

مخصوص حرارت

د حرارت هغه مقدار چې یو نیوټن موادو ته یو درجه د سانتي ګراد په اندازه حرارت ورکړي، د مخصوص حرارت په نامه یادیږي. کله چې مونږ ساختماني مواد په لوړ حرارت لرونکي سیمو کې کاروو، نو مخصوص حرارت په نظر کې نیول زیات اړین دي. د ځینو ساختمانيم موادو مخصوص حرارت په لاندې توګه دي:

مواد                                 مخصوص حرارت  J/N oC    ( ژول پر نیوټن سانتي ګراد)

 

وسپنه                               0.046 x 103

لرګی                                     0.046 x 103

تیګه                                 0.046 x 103

 

ژباړه او زیاتونه

شیرین آغا جهانګیر

د پرکار انجینري خدمتونو مرکز