پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د سمون او ثبات دپر ځای ساتلو زرین اصول.

۱ په بې ثباته چاپیریال او اوضاع کې دا کار ډیر ضروري کیږي،چې مسئوول باید د خپل تنظیم په باره کې واضح، شفاف او حقیقت خوښوونکي اصول جوړ کړي.

۲ هر تنظیم باید په ناسموحالاتو کې هم خپل بصیرت اوپوهه له لاسه ورنه کړي او یوازې داخلي خلک په بصیرت سره په حالاتو کنترول ومومي،دبهرنیو خلکو پروړاندې نه کیږي.

۳ لیډران او مشران باید خپله پوهه اوبصیرت د لاس لاندې کسانو سره شریکه کړي ترڅوتنظیم قوي اوټینګ پاتې شي.

۴ ګټونکی دې دا په ذهن کې نه راولي،چې خلک دوی ته هوښیار ووایي؛بلکې هغوی دې د باوري کامیابۍ لپاره په مستقل مزاج اوفکر سره خپلوهڅو ته دوام ورکوي. تر څو له هر چیلنج سره د مقابلې لپاره له اخلاص،قربانۍ استقلال اوهمت څخه کار وا نه خیستل شي؛نوتاسو یو موافق او بریالی لیډر نه شی جوړیدای.

۵ د یو کامیاب تنظیم کار کوونکی دا فکر نه کوي، چې هغوی په تیر وخت کې کوم کار ترسره کړی دی؛بلکې هغوی دا فکر کوي،چې که حالات سم وای؛نوهغه به په څومره ښه طریقه خپل فرایض انجامول.