د خلکو د ساتنې د کنډکونو یا «یپګ» په نوم کُردي ملېشو په یوې خبرپاڼې کې وویل، د سوریې حکومت عفرین ته پوځي ګروپونه استولي چې په وینا یې له ترکیې سره پر پوله به مورچلې ونیسي او د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او سرحدونو په دفاع کې به برخه واخلي.
په عین حال کې د سوریې دولتي رسنیو ویلي چې ترکي ځواکونو په عفرین کې د سوریې پر حکومتي ځواکونو د توپونو ډزې کړي.
د ترکیې دولتي خبري اژانس اناتولي بیا ویلي، د سوریې حکومت پلوي ځواکونه وروسته له هغې چې ترکي ځواکونو د خبرداري په توګه د توپونو ډزې پرې وکړې له سیمې وتلي دي.
ترکي ځواکونه او د سوریې د حکومت هغه وسلهوال مخالفین چې مشرتابه یې په انقره کې دی، له یوې میاشتې راهېسې په عفرین کې له کُردي ملېشو سره په جګړه بوخت دي.
ترکیې هوډ څرګند کړی چې د عفرین شمالي سیمه به له کُردي «وای. پي.جي» ملېشو چې دا هېواد یې ترهګره ډله ګڼي پاکوي او د سوریې حکومت پلوو ځواکونو ته یې خبرداری ورکړی چې د کُردي ملېشو ملاتړ دې نه کوي.
بهادر خان