پخوانی جهادي مشر او د سولې عالي شوا رييس پير سيد احمد گيلاني د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۸۴ کلونو په عمر ومړ.
پير گيلاني د ۱۳۱۱ل کې د هېواد په يوه روحاني کورنۍ کې زېږدلی و، خپلې لومړنۍ او منځنۍ زدهکړې يې د کابل ابو حنيفه په مدرسه او لوړې زدهکړې يې کابل پوهنتون کې کړې وې.
په ۱۳۵۸ل کال کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغل وروسته، پیر سید احمد گیلاني په پېښور کې د افغانستان ملي محاذ په نومه جهادي تنظیم تاسیس کړ.
د گیلاني تنظیم د جهاد په کلونو کې له منځلارو ډلو شمېرل کېده چې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه راتگ یې د افغانستان د ستونزې حل باله. ښاغلي گیلاني د جهاد له بریا وروسته د جهادي ډلو ترمنځ په کورنیو جگړو کې ښکېل نه شو او په پاکستان کې اوسېده. نوموړی تر وروستیو پورې د جگړې پلوي نه وه کړې.
د گيلاني د کورنۍ یو تن غړي رسنېو ته وويل، چې پير گيلاني له تېرو څو ورځو راهيسې ډېر ناروغ و اوتېر ماښام يې د کابل ملي امنيت په روغتون کې د مغزو د سکتې له امله سترگې پټې کړې.
د سولې عالي شورا او دولتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
نوموړي په وروستیو کلونو کې حکومت ته نژدې سیاسي مشر گڼل کېده. د ۱۳۹۳ په ولسمشریزو ټاکنو کې يې د ولسمشر اشرف غني د تحول او تداوم د ټیم ملاتړ وکړ.
ولسمشر غني ښاغلی گیلاني د سولې عالي شورا درېیم مشر وټاکه.