پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د سینې د سرطان په اړه؛ هرې ښځې او سړي ته ضرور معلومات

د سینې سرطان یوه داسې ناروغي ده چې هر کال زرګونه افغان میندې وژني. که څه هم په وروستیو کې د طبابت پر پرمختګ سره د سینې د سرطان ناروغي وژونکې نه ده او تر ډیره د درملنې وړ ګرځیدلې، خو دا په هغه صورت کې چې یوه ښځه پرې زر پوه شي او زر تر زره ډاکتر ته مراجعه وکړي.

له همدې کبله ډاکتران سپارښتنه کوي چې ښځې دې هر وخت خپلې سینې خپله وګوري او که غیرې طبیعي څه ورته په کې ښکاره شي، زر تر زره دې ډاکتر سره خبرې وشي.

په بریتانیا کې د لیموانو په وسیله یو کمپاین له زرګونو ښځو سره مرسته کړې چې زر تر زره د سینې د سرطان نښې خپله ځان کې معلومې کړي.

په دې اړه په نړۍ کې د سیني د سرطان په اړه د پوهاوي د کمپاین په ترڅ کې د لیمو دا عکسونه ډیر عام شول. په دې عکس کې د هګیو په یو باکس کې د لیمو دانې اېښودل شوي چې په کې د سینې د سرطان سره مشابهې بېلابېلې نښې ښودل شوي.

دا چې د سینې سرطان په افغانستان د سرطان یو ډیر عام ډول دی، نو دا ژوند ژغورونکی پیغام او عکس باید هره ښځه او ان سړی وګوري، او په دې اړه پوه وي.

د لیموانو د عکس په وسیله ددې کمپاین رامنځ ته کونکې کورین بیومونټ (Corrine Beaumont) چې په نړۍ کې د سینې د سرطان مخکښه کمپاینره ده، وايي، د لیموانو په وسیله ددې ناروغیو د نښو ښودل تر ټولو اسانه لاره ده.

کورین بیومونټ وروسته له هغې د سینې د سرطان د پر وخت تشخیص په اړه کمپاین پیل کړ چې خپلې دوه نیاګانې یې په همدې ناوروغۍ مړې شوې.

نوموړې بي بي سي ته ویلي، ځینې ښځې نه غواړي د سینو په اړه خبرې وکړي یا ورته وګوري. هغه وايي ځینې ښځې په دې اړه د خبرو کول نه غواړي ځکه خو دا غوره لاره ده چې د سینې د سرطان نښې په لیمو باندې وښودل شي.

دا کمپاین چې له ۲۰۰۳ م کال راهېسې پیل شوی اوس نړیوال دی او په ګڼو ژبو ژباړل شوی دی.

دا کمپاین د افغان میرمنو لپاره ځکه مهم دی چې په افغانستان کې په دې اړه خبرې نه کیږي او یوازې هغه مهال ښځې ډاکتر ته مراجعه کوي کله چې خبره له خبرې تیره وي.

ځینې خلک یوازې په سینو کې پټې غوټې خطرناکې بولي، خو ګڼې نورې نښې هم شته چې خطر ناکې دي او باید ډاکتر سره پرې خبرې وشي.

ددې ټولو سربیره باید یادونه وشي چې نورې ناروغۍ هم د یوې ښځې په سینو کې دا نښې نښانې چې دې عکس کې ښودل شوي پيدا کولی شي. نو ددې نښو په لیدو مه وارخطا کیږئ ! کیدای شي بل کوم سبب ولري، خو له مسلکي ډاکتر سره پرې خبرې او مشوره حیاتي او ضرور ده. ځکه د سینې سرطان که په وخت تشخیص شي د درملنې وړ ناروغي ده.