سه شنبه , 23 اپریل 2024

د شاهین قول اردو د مسوولینو بې غورۍ وروستۍ پېښه رامنځ ته کړې ده

په مزار شریف ښار کې یوه ناسته کې د مدني ټولنو لخوا ولايتي شورا ته درې ماديز غوښتنليک وړاندې کړای شو، چې له مخې به يې مدني ټولنه د ولايتي شورا په مرسته پر شاهين قول اردو د بريد روانې څېړنې څاري او معلومات به يې له ولس سره شريکوي.

د يادې ناستې په څنډه کې د ولايتي شورا مرستيال سيد عبدالله مسرور رسنيو ته وويل چې پر شاهين قول اردو د شوي ډله ييز بريد يو لامل د همدې قول اردو د مسوولينو بې غوري ده.

نوموړي په دې هم ټينګار وکړ چې ترهګرو ته د ځينو داسې کسانو لخوا د بريد په برخه کې اسانتيا برابره شوې چې يو مهال په دغه قول اردو کې د بريدمل په توګه يې دنده ترسره کړې وه.

خو هغه د چا نوم په ډاګه نه کړ. بلخوا د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد له مدني ټولنو څخه د مننې تر څنګ وويل چې په دغه چاره کې به ورسره پوره مرسته کوي. نوموړي له رسنيو سره په خبرو کې وويل، بايد هغه خلک چې کاري وړتيا او ښه مديريت ونه لري پر دولتي دندو يې له سره غور وشي. نوموړي زياته کړه، د پېښې په تړاو ژورې څېړنې روانې دي چې تر دې دمه يې د قول اردو له ۱۵ ډېرو مشکوکو منسوبينو څېړنې شوې دي.