پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د شپې له مخې وريژې او شیده د ښه خوب لپاره ګټورې دي

ډاکتران وايي، هغه خواړه، چې تاسې د شپې له مخې خورئ، ستاسې په خوب مستقیم مثبت یا منفي اغیز کوي.

د ډاکترانو په وینا چې شیده او ماسته د ښه خوب سره مرسته کوي. که څه هم غوړ لبنیات لکه پنیر او کوچ د شپې له خوا معده او خوب دواړه ناارامه کوي خو مستې او شیدې له تاسو سره د ښه خوب په کولو کې مرسته کوي. دا دواړه وجود ته په زیاته پیمانه کلسیم ورکوي او څیړنې ښيي هغوی چې د وجود کلسیم یې کم وي ښه خوب نه شي کولی.

له دې سربیره کاهو او شنه سبزي هم د خوب لپاره ګټوره ده. د شپې له خوا کاهو او کاهو ته ورته نورې شنې پاڼې ترکارۍ خوړل ستاسو د وجود کلسیم زیاتوي او که کلسیم مو کم وي ښه خوب نه شئ کولی.

کیله، نخود، او چارمغز هم د ښه لپاره خورا ډير ګټور دي.

د شپې له مخې د وریجو خوړل هم د ښه خوب لپاره ښې دي. د امریکا د کلینکي غذا په ژورنال کې یوه خپره شوې څیړنه وايي، هغه کسان چې د شپې له خوا له سبو سره سپینې وریژې خورې، تر نور زر پرې خوب راځي او ښه ویده کیدلی شي.

لوبیا، کافین، مساله دار او غوړ خواړه، خواږه او مشروبات که د شپې له مخې وخوړل شي، خوب تښتوي.