د عثمان غني پیاوړې توپ وهنې د سپین غر زمریان بریا ته ورسول

د شپږیزې لیگ سیالۍ څلورمې لوبې کې د سپین غر زمریان او د بست ساتونکي سره مخامخ شول چې دغه لوبه د سپین غر زمریانو په بریا پای ته ورسېده.

سپین غر زمریانو لوبډلې د لوبې پچې گټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د سپین غر زمریانو لپاره عثمان غني او نور علي ځدران پیاوړې او چټکه ملگرتیا وکړه او ستر هدف په ټاکلو کې يي د پام مرسته وکړه.

سپین غر زمریانو ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۹۳ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يي د ۱۹۴ منډو ستر هدف وټاکه.

سپین غر زمریانو لپاره عثمان غني په ۵۲ توپونو د نهو څلوریزو په مرسته ۷۴ منډې جوړې کړې او له ټپي کېدو وروسته له لوبغالۍ بهر شوه.

نور علي ځدران هم په ۳۰ توپونو د دریو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۵۰ منډو جوړولو سره ښه وځلېد.

بست ساتونکي لپاره گلبدین نایب تر ټولو زیاتې وېکېټې اخیستونکی توپ اچوونکی و. نوموړی خپل ۴ اورونو کې ۲۵ منډو ورکولو سره ۳ وېکېټې واخیستې. مجیب دوه او شاپور ځدران یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې که څه هم نوروز منگل د بست ساتونکو لپاره غوره لوبه پیل کړه خو دغه لوبډله يي له ماتې ونشو ژغورلای.

بست ساتونکي لوبډلې ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۸۰ منډې جوړې کړې او په ۱۳ منډو يي ماتې وخوړه.

بست ساتونکي لوبډلې لپاره نوروز منگل تر ټولو غوره توپ وهونکی ثابت شو. نوموړی په ۲۴ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۴۱ منډې جوړې کړې.

سپین غر زمریانو لپاره افتاب عالم که څه هم خپل څلورو اورونو کې يي ۵۴ منډې ورکړې خو څلور مهمې وېکېټې يي هم واخیستې.

سمیع الله شینواري هم درې وېکېټې اخیستلو سره ښه وځلېد. بلال خان نننۍ لوبې کې یوه وېکېته واخیسته.

عثمان غني نننۍ لوبې کې پیاوړې توپ وهنې له امله د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.