په بغداد کې د موټر پر مټ په ترسره شوې ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۲۳ تنه مړه او نږدې ۵۰ تنه نور ټپیان شول.
ځانمرګی برید د بغداد په سویل کې د الامیل په سیمه کې د لویو مارکیټو او سرایونو په سیمه کې رامنځته شو.
د پیښې ټپیان شاوخوا روغتونونو ته انتقال شوي دي. د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی. سیمه ییزو چارواکیو د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده .
چارواکو د برید پړه په داعش ترهګرې ډلې اچولې ده .