د عراق په کرکوک ښار کې یوې چاودنې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د عراق په کرکوک ښار کې په یوه چاودنه کې ۳ تنه وژل شوي او ۹ نور ژوبل دي.

چاودنه چې په یوه موتر کې د ځای پر ځای شوي بم په نتیجه کې پرون ناوخته وشوه، د شرابو یو پلورنځی په نخښه شو.

یوه عراقي چارواکي وویل چې چاودنې څو دوکانونه ویجاړ کړي او د پېښې د ځای په شاوخوا کې یې ۳ موټرونه سوځولي دي.

تراوسه پورې د دې حملې مسؤلیت چا په غاړه نه‎دی اخېستی خو په عراق کې دا ډول بریدونه عموماً داعش په غاړه اخلي.