د غوره وینا والۍ مهارتونه؛ د ویاندويۍ او ویناوالۍ توپير (د ځوان ټولنیز بنسټ ۵۰مه علمي لکچر ناسته!)

لیکنه: نقیب شفق

تېره اوونۍ ځوان ټولنیز بنسټ د ویناوالۍ ارزښت تر عنوان لاندې علمي لکچر درلود، چې د خراسان پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي ځوان استاد نویدالله الکوزي ته یې د وړاندې کولو بلنه ورکړل شوې وه.

استاد نوید الله الکوزي په پېل کې د ویناوالۍ په ارزښت وغږېد او وې ويل، په یوه برخه کې زده کړې کول او بیا یې تر نورو رسول خپل مهارت غواړي، چې همدغه مهارتونه د ویناوالۍ په فن کې زده کیږي.

هغه وویل، په نړۍ کې ډیری پوه او علمي خلک شته؛ خو د خپل د علم په انتقال او په سمه استفاده کې ترې پاتې راځي او نشي کولای، چې په مهارت سره یې نورو ته ورسوي یا په یو عام ځای کې د خلکو پر وړاندې خبرې وکړي.

استاد الکوزي وویل، هغه خلک، چې د ویناوالۍ هنر یې زده وي، په سیاسي، اقتصادي، شهرت او نورو برخو کې ترې کافي ګټه ترلاسه کوي او د خپلو خبرو له لارې خلک ځان ته راجذبوي، چې همدا ویناوال بریالي هم دي.

استاد زیاته کړه، په هره ټولنه کې هېڅ داسې څوک نشته، چې د خبرو هنر ته یې اړتیا نه وي، بلکې که یو څوک وغواړي یا ونه غواړي، مجبوریږي، چې په یو ځای کې خبرې وکړي او خپل پیغام تر نورو ورسوي.

استاد نوید الله الکوزي د ویناوالۍ او ویاندوۍ توپير ته په اشارې وویل، ویناوالي هغه هنر دی چې د یوې موضوع د وړاندې کولو لپاره په عمومي مجالسو کې د یو شخص لخوا نورو ته پکې پیغام رسول کیږي؛ خو ویاندوي بیا هغه هنر او مسلک دی، چې یو شخص په رسمي ډول د یوې رسنۍ یا چینل له لارې د یو بل چا جوړې کړې خبرې نورو خلکو ته رسوي. دده په وینا، په وینا والۍ کې تر ډیره د خپل ذهن راټول شوي مواد نورو ته رسول کیږي؛ خو په وینادویۍ کې بیا د اړونده اشخاصو راټول شوي مواد د مربوطه چينل ( رسنۍ ) له لارې کټ، مټ نورو ته رسول کیږي.

استاد نویدالله الکوزي د ښې وینا لپاره لاندې ټکي اړین او مهم وبلل، تر څو وینا موثره او ګټوره وي.

پر ځان باور، هوډ او کار، مطالعه، تمرین، زغم او استقامت، د تکړه ویناوالو ویناوې اوریدل، لوړ او عالي حس درلودل او د کمترۍ احساس له منځه وړل او د موضوعاتو تسلسل ته پام کول.

ښاغلي الکوزي د وینا کولو میتودونو ته په یادې سره وویل، له مخې څخه لوستل، ناڅاپي وینا او له پوره تیاري او مشق سره وینا کول د وینا کولو لارې چارې دي؛ خو په دې مېتودونو کې له تیاري او چمتوالي سره وینا کول، د خلکو پر وړاندې غوره او ګټور دي.

هغه د محتوا له نظره وینا په درې ډوله وويشله، چې اطلاع ورکوونکې، ترغیبي یا اړیستل او تشویقول او همدا راز د ځانګړو مراسمو لپاره وینا وې دي لکه، معرفت، یاد غونډه او داسې نور.

د وینا په پای ته رسولو کې ځینو ټکو ته په اشارې استاد الکوزي وویل، لومړی په دې ځان ډاډه کړئ، چې خپل پیغام مو رسولی، ورپسې خپلو خبرو ته منطقي پای ورکړئ، له مخاطبانو څخه مننه وکړئ او په وروستۍ برخه کې په ارامۍ خپل مواد ټول او د خطابې ټاکلی ځای پریږدئ.

د لکچر ناستې په پای کې راغلو ګډونوالو خپلې پوښتنې مطرحه کړې او استاد الکوزي یې په ځواب سره لکچر ناسته پای ته ورسوله.

ځوان ټولنیز بنسټ هره اوونۍ د ځوان کهول د ښې روزنې په موخه علمي، سیاسي، اقتصادي، کلتوري، ساینسي، ټولنیز او په ورته نورو مسایلو کې د بېلابېلومجربو استادنو پر مټ لکچرونه وړاندې کوي.